لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قحطي ملخان خېبرپښتونخوا ته ورسېدل


پاکستان ته راغلي قحطي ملخان خېبرپښتونخوا ته رسېدلي د پاکستان حکومت د ملخانو د خطر د مخنيوي دپاره قامي بېړني حالت اعلان کړی خو پوهان وايي د ملخانو قابو کول اوس د لاسه وتلي دي.

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ډېره اسماعيل خان مرستیال کمشنر محمد عمېر وايي، دا ملخان د ضلعې برنو علاقو ته رارسېدلي او پرضد يې عمليات روان دي اسپری پرې کيږي او ادعا کوي چې ملخان يې قابو کړي او زياتوي که ضرورت پېښ شو نو فضايي اسپری هم پرې کولی شي.

که څه هم حکومت د ملخانو د خطر د مخنيوي دپاره د ګامونه اخیستو او بېړني حالت پرېکړه کړې خو په پېښور کې د زرعي پوهنتون مخکنی پروفېسر ډاکټر فرمان وايي،"دې ته د قحط ملخان وايي ځکه چې دا بيا قحط راولي، دا ملخان اوس د ډېره اسماعيل خان ځينې برخو ته ننوتي او دا چې په کومه فصل ورځي ختموي يې".

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "دا ملخان د سېل په شکل کې ورځي او چې په هر فصل ورشي بياپه پټي کې هیڅ نه پرېږدي".

ډاکټر فرمان وايي دا ملخان به د غنمو موجوده فصل ډېر اغېزمن کړي او د ملخانو د مخنيوي په اړوند وايي چې په وخت د دې ملخانو مخه نه ده نيول شوې او اوس دوی د قابو نه وتلي دي.

نوموړی وايي "دا ملخان چې په صحرا هم ورشي که کیکر او پلوڅه يا هر څه په مخه ورځي خوري يې".

د سیمې نه د ډیوه خبريال عدنان بېټنی وايي، په ټانک کې ورته د زرعي محکمې مشر انور بېټني ويلي دا ملخان د ورځې په سر د ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ کلومټيره پورې سفر کوي او چې په وړاندې ورته هر شين يا زرغون بوټی ورځي ختموي يې.

هغه زياته کړه "دا وخت په جنوبي ضلعو کې د غنمواو چڼو سره نور کومې سبزيانې او فصلونه دي هغه به ډېر اغېزمن کړي، او دا سېل د ټانک نه لکي مروت ته لاړو او په ټانک کې يې کوم غټ تاوان نه دی کړی".

د سرکاري خبري ادارې (ای پي پي) ترمخه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ پرون د جمعې په ورځ د ملخانو د خطر د مخنيوي په اړوند لوړ پوړې غونډه شوې او د قامي بېړني حالت په ځای کولو پرېکړه پکې شوې ده.

ويل شوي وزیراعظم ته د دې خطر د مخنيوي په اړوند تفصيل وړاندې کړی شوی او عمران خان بيا ويلي، حکومت يې د کرکيلي او کرونده ګرو د تحفظ پاملرنه کوي او د فصلونو د هر ډول خطر نه بچ کولو دپاره به مرکزي حکومت هر ډول ګامونه پورته کوي او اړين وسايل به ورکوي.

ويل شوي په غونډه كښې د ملخانو د خاتمې لپاره د نېشنل اېكشن پلان منظوري هم وركړی شوې ده.

دا چې دا ملخان د بلوچستان، پنجاب او سيند څخه تېر شوی، د غنمو فصل به يې څومره خراب کړی وي؟ د دې پوښتنې په جواب کې پوهان وايي د دې اندازه اوس نه شي لګېدی خو چې د غنمو فصل را ورسي هغه وخت به مالومه شي چې ملخانو څومره نقصان کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG