لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارګ: خليلزاد ويلي د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی


د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او ويلي یې دي، "طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو".

ارګ ويلي، د خالي، شنبې په ورځ مازيګر اشرف غني د زلمي خلیلزاد سره وليدل، او دغه کتنه کې خليلزاد افغان ولسمشر او نور چارواکي د طالبانو او پاکستاني چارواکو سره په وروستيو خبرو اترو خبر کړه.

د ارګ په بيان کې ويل شوي خليلزاد ويلي "د عملي مېکانزم په بنياد د اوربند او تاو تريخوالي او پايداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته په تمه يو".

خليلزاد د پاکستاني چارواکو سره د ليدنو په اړوند اشرف غني او نورو چارواکو ته احوال تېر کړو او وې ويل، د پاکستان سره يې د سولې د خبرو ترڅنګ په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو په اړوند هم خبرې شوي دي.

په پاکستان کې د امریکا سفارتخانې پرون د خالي په ورځ ویلي، زلمي خليلزاد په ۳۱م جنورۍ د پاکستان په سفر کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ليدلي وو.

ويل شوي نوموړي د پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په سر خبرې کړي او د افغانستان د سولې په لړ کې يې د پاکستان د هڅو هرکلی کړی دی.

د امریکا سره د خبرو دپاره په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې وياند سهېل شاهين د جنورۍ په ۱۷م ويلي ؤ د امریکې د مذکراتي ټيم سره یې د توافقنامې د لاسليک او اړونده مراسمو په سر خبرې شوي او دغو خبرو ته يې ګټورې ويلې وې.

شاهين له دغې وروسته په ۲۱م جنورۍ ويلي ؤ چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او بهرنيو ځواکونو د مشر سکاټ ملر سره ليده کاته هم شوي وو.

د ارګ د تازه بيان په اړوند خليلزاد او طالبانو په خپله څه نه دي ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG