لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم په پلويانو د بغاوت مقدمه ولې درج شوې؟ اسلام اباد هايکورټ سپيناوی غوښتی


د اسلام اباد هايکورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او عوامي ورکرز پارټۍ د نيولو شوؤ غړو په اړوند د پوليس نه سپيناوی غوښتی چې په دوی د ملک نه بغاوت مقدمه په څه بنیاد درج کړی شوې ده.

د پي ټي اېم وکيل عبدالرحيم وزیر وايي، د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د احتجاج په وخت نيول شوو ۲۳ کسانو دپاره يې د اسلام اباد سيشن کورټ ته د ضمانت خواست کړی خو یاد عدالت يې خواست رد کړی او ویلي يې ؤ چې د دغو کسانو پرضد په مقدمه کې دې د ترهګرۍ مادې هم شاملې کړی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وزیر وويل، په ۲۳ کسانو کې چې هغه د پي ټي اېم د ۱۸ غړو وکالت کوي، دوي بيا پرون د خالي، شنبې په ورځ اسلام اباد هايکورټ ته خواست وکړو او د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس اطهر من الله په خواست سرسري اورېدنه وکړه.

هغه وويل "هايکورټ زمونږ خواست واورېدو او مونږ عدالت ته وويل چې څنګه په پرامنه مظاهره چيانو د بغاوت او ترهګرۍ مادې لګول شوي دي".

نوموړي وويل "جج (چيف جسټس) دا خبره وکړه چې دا خو ډېره حېرانوونکې خبره ده او سمدست يې د اسلام باد پوليس مشر وغوښت چې سبا د ګل، دوشنبې په ورځ دې پوليس او مرستیال کمشنر په دغه اړوند عدالت ته سپيناوی وکړي".

وزير وويل په دغو کسانو "د ملک نه د بغاوت، په کار سرکار کې د مداخلت او ترهګرۍ مادې لګول شوي او د ترهګرۍ ماده پرې د اسلام اباد سيشن کورټ په وېنا لګول شوې ده".

وکيل زياته کړه نيول شوي کسان د ۱۴ ورځو دپاره په جوډیشل ريمانډ اډياله جېل ته لېږل شوي او سبا يې بيا اورېدنه ده.

د تېرې نهې، سه شنبې په ورځ په ۲۸م جنورۍ پي ټي اېم د خپل نيول شوي مشر منظور پشتين د ګرفتارولو پرضد احتجاجي مظاهرې اعلان کړې او په دغو مظاهرو کې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پوليس د پي ټي اېم د مشرانو په ګډون د عوامي ورکرز پارټۍ غړي هم نيولي وو.

په دغو نيول شوؤ کسانو کې د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم شامل ؤ، خود محسن داوړ سره څو کسان وروستو خوشي کړی شوي او په نورو مقدمه درج کړی شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG