لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د پي ټي اېم د ۲۳ نيولو شوؤ غړو په سمدستي ډول د خوشي کولو امر وکړو


اسلام اباد هايکورټ امر وکړو چې د اسلام پرېس کلب مخې ته نيول شوي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ۲۳ نيول شوي غړي دې په سمدستي ډول خوشي کړی شي.

د پي ټي اېم وکيل عبدالرحيم وزير وايي د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د دوی په خواست نن د ګل، دوشنبې په ورځ د نیول شوؤ ۲۳ کسانو په اړه اورېدنه وکړه او په سمدستي ډول يې د هغو د خوشي کولو امر وکړو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وزيل وويل "د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د اسلام اباد د مرستيال کمشنر نه په اورېدنه کې تپوس وکړو چې په کومو بنيادونو تاسو په دې پرامنه مظاهرينو د بغاوت دفعې (مادې) لګولي دي او په کوم قانون تاسو په دوی د ترهګرۍ مادې ولګولې".

وزير زياته کړه "مرستيال کمشنر عدالت ته وويل چې هغه په خپله په موقع موجود نه ؤ او د بغاوت دفعې يې د مقدمې (اېف ايي ار) نه لرې کړې او يواځې د ترهګرۍ هغه پاتې دي نو جج ترې پوښتنه وکړه چې ايا خلک راووځي په هغو د ترهګرۍ مقدمه جوړيږي؟، نو دی بيا غلی ؤ".

نوموړي وکيل وويل د چيف جسټس د پوښتنې په ځواب کې مرستيال کمشنر او سرکاري وکيلان غلي وو.

د وزیر په وېنا "وروسته چيف جسټس وويل که د اسلام اباد ضلعي حکومت خپلې جوړې مقدمې ته بيا کتنه کول غواړي نو ټیک ده، کنه هغه (چيف جسټس) به دغه د ضمانت اپيل په ائيني اپيل کې بدل کړي او بيا به د دې بېخ ته کوزيږي چې د چا په وېنا دا د غدارۍ او ترهګرۍ مادې لګول شوي دي".

وکیل وويل عدالت امر وکړو چې نيول شوي کسان دې بې د مچلکو نه په سمدستي ډول خوشي شي او په ۱۱م فرورۍ دې ضلعي انتظامیه عدالت ته د خپلې مقدمې سپيناوی وکړي.

د تېرې نهې، سه شنبې په ورځ په ۲۸م جنورۍ پي ټي اېم د خپل نيول شوي مشر منظور پشتين د ګرفتارولو پرضد احتجاجي مظاهرې اعلان کړې او په دغو مظاهرو کې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پوليس د پي ټي اېم د مشرانو په ګډون د عوامي ورکرز پارټۍ غړي هم نيولي وو.

په دغو نيول شوؤ کسانو کې د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم شامل ؤ، خو د محسن داوړ سره څو کسان وروستو خوشي کړی شوي او په نورو مقدمه درج کړی شوې وه.

د عبدالرحيم وزیر په وېنا په نیول شوؤ کسانو په کار سرکار کې د مداخلت ترڅنګ د بغاوت مقدمه درج شوې او بيا په مقدمه کې د اسلام اباد سيشن کورټ په امر د ترهګرۍ مادې هم شامل کړی شوې او دوی بيا د ۱۴ ورځو دپاره په جوډيشل ريمانډ اډياله جېل ته لېږل شوي وو.

د پي ټي اېم وکيل وايي دوی د خالي په ورځ اسلام اباد هايکورټ ته د مقدمې د اورېدنې دپاره خواست کړی او نن د ګل په ورځ پرې عدالت د هغو د خوشي کولو فېصله واوروله.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG