لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټانک: د جنوبي وزيرستان د راه نجات عملياتو اغېزمن په اتمه ورځ په احتجاج ناست دي


ټانک مظاهره

په جنوبي وزيرستان کې د "راه نجات" په نوم پوځي عملياتو نه اغېزمن شوي خلک په ټانک کې په اتمه ورځ په احتجاجي پرلت ناست دي او غوښتنه کوي چې دوی ته دې د عملياتو په وخت د اوښتي زیان تاوان ورکړی شي، راه نجات نزدې ۱۱ کاله وړاندې شوي وو.

په ټانک کې د مرستیال کمشنر د دفتر مخې په احتجاجي پرلت ناستو خلکو کې يو تن سیداکبر وايي، دوی تراوسه پورې خپلې علاقې ته بيرته نه دي ستانه شوي او ادعا کوي په علاقه کې يې اوس هم پوځ موجود دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې اکبر وویل، "په کډوالۍ او نېستۍ کې سخت تنګ دي د کرایې وس نه لري، دوی دې بيرته خپلې علاقې ته ولېږل شي، سروی دی وشي او د دوی وران کورونه دې جوړ شي".

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي په احتجاجي پرلت ناست خلک غوښتنه کوي چې د پوځي عملیاتو په وخت د دوی وران شوي کورونه دې بيرته اباد کړی شي او حکومت دې د دغو خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي.

د احتجاجي پرلت رابطه کار حیات پرېغال وايي، "د ۲۰۰۹ په راه نجات عملياتو کې جنوبي وزيرستان وران کړی شوی او حکومت په دغو عملیاتو کې د ۸۷ زره کورونو ورانېدل هم مني خو ورسره وايي ۱۸زره کورونه په سروی کې بيا جعلي ليکل شوي دي".

نوموړي وی او ای ډيوه سره په خبرو کې تور ولګوؤ " چې انتظاميې ته پېسې راغلي چې خلکو ته يې ورکړي خو دوی يې نه ورکوي، بل ۸۸ داسې کلي اوس هم داسې دي چې د هغو سروی نه ده شوې او په تېره سروی کې د پاتې شوؤ کورنو د بيا سروی کولو ژمنه شوې خو هغه هم تراوسه نه ده شوې".

هغه وويل د احتجاجي پرلت فېصله ده چې څو پورې يې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغې به دغلته په احتجاج ناست وي.

د جنوبي وزیرستان مرستيال کمشنر حميد الله خټک وايي، دوی د ورانو کورنو د سروی د مسلې په اړه د علاقې مشران په پېښور کې د لوړ پوړو چارواکو سره مېلاؤ کړي او په دې مسلې يې خبرې اترې شوي دي.

هغه وايي په علاقه کې خلکو ته د مرستو په لړ کې د بېنک چيکونه ورکول کيږي، او درې زره نور فامونه يې راوړي چې د پاتې شوؤ علاقو سروی وکړي او د هغه په وېنا په علاقه کې ټول کار سم روان دی دوی هر څه پوره ګوري.

XS
SM
MD
LG