د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د دسمبر په مياشت کې د کوالالمپور په غونډه کې په ګډون نه کولو ورته افسوس دی.
عمران خان د ملايشيا په سفر دی او د ملايشيا د وزيراعظم مهاتير محمد سره يې د ليدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې وويل د ځينوهېوادونو دا تاثر ؤ چې ګنې د کوالالمپور غونډه د مسلم امه د وېش دپاره کيږي.
د کوالالمپور غونډه په دسمبر کې ټاکل شوې او د دغه غونډې په اړوند د ستمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د غونډې په مهال عمران خان، مهاتیر محمد او د ترکي صدر رجب طيب اردوان ترمنځ خبرې شوې وې.
پاکستان په دغه غونډه کې د ګډون بلنه قبول کړې خو د دسمبر په مياشت کې يې د سعودي عرب د دورې وروسته د کوالالمپور په غونډه کې د ګډون نه کولو ويلي ؤ.
د پاکستانۍ ميډيا ترمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي منلې وه چې د کوالالمپور په غونډه سعودي عرب او متحده عرب امارات تحفظات لري.
سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پاکستان ته پېسې ورکړي چې د دغه هېواد اقتصاد د مشکلاتو نه اوباسي.
خو وروسته په پاکستان کې د سعودي عرب سفارتخانې ويلي ؤ په پاکستان يې هیڅ فشار نه ؤ او نه يې کومه دهړکه ورکړې وه چې د کوالالمپور په غونډه کې دې ګډون نه کوي.
عمران خان ويلي په راتلونکې غونډه کې به ګډون کوي.
راپورونه وايي د عمران خان د ملايشيا د سفر په مهال پاکستان او ملايشيا څو يادداشتونه لاسليک کړي چې پکې يو په داوړو هېوادونو کې د يو بل د بنديوان يو بل ته سپارلو تړون هم شامل دی.