لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمنظور پشتین په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه وځنډؤل شوه


د پښتنو ځوانانو د راپورته شوی پاڅون پښتون ژغورنې غورخنګ دمشر منظور پښتین،عالمزیب مسید او شاهد شیرانی په ضمانت د خوشی کولو دپاره په ډیره اسماعیل خان سیشن کورټ عدالت کې د خواست اوریدنه نن دنهې په ورځ ټاکل شوي وه خو د وکیلانو د کاربندیز له امله دا اوریدنه وځنډیدله.

منظور پشتین چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم دی په ریاست او ریاستی ادارو پسې دخبرو کولو او اړي گړي راپورته کولو په تورونو کې بندیوان دي او په پیښور کې د نیول کیدو ورسته د ډیره اسماعیل خان یو عدالت څوارلسو ورځولپاره زندان ته لیږلی دی.

د دوی د دفاع کوونکو وکیلانو په ډله کې عبدالمجید هم شامل دي، هغه وي او ای ډیوه ته وویل چې عدالت د دوئ په ضمانت د خوشې کولو عریضې اوریدنې دپاره اوس د فرورۍ اوومه نېټه وټاکله. ځکه چې نن د وکیلانو کار بندیز ؤ.

وکیل عبدالمجید وویل منظور پشتین تر دې مهاله پینځوؤ مقدمو کې عدالت ته وړاندې کړل شوی او د منظور پشتین په شمول په عالمزیب مسید او شاهد شیرانی دریوؤ واړو یو رقم مقدمې دی چې پکې د ریاست او ریاستی ادارو پرضد د سپکاوي د بغاوت او دفعه۱۴۴ مادې د سرغړونو مقدمې شاملې دی.

هغه وویل عدالت ته یې خواست کړی چې دا ټولې اورېدنې دې یوې ورځې ته واړول شي او عدالت د دوي دغه خواست ومنلو.

تیره ورځ هم اسلام اباد هايکورټ د پي ټي اېم د ۲۳ نيولو شوؤ غړو په سمدستي ډول د خوشي کولو امر کړی ؤ او د دوئ وکیل عبدالرحیم ډیوه ته ویلی "د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د اسلام اباد د مرستيال کمشنر نه په اورېدنه کې پوښتنه وکړه چې په کومو بنيادونو تاسو په دې پرامنه مظاهرينو د بغاوت دفعې (مادې) لګولي دي او په کوم قانون تاسو په دوئ د ترهګرۍ مادې ولګولې"

قانون پوهه او د اسلام اباد هائی کورټ وکیل عبدالرحیم وزیر وویل دا یوه تاریخي فیصله وه او دا به د منظور پښتین په مقدمو هم مثبت اغیز ولری ځکه په منظور هم دغه رقم د غدارۍ بغاوت او د ترهګرې مقدمې جوړې دي.

هغه وویل اوس به واړه عدالتونه او انتظامیه د احتیاط نه کار اخلی .

د پي ټي اېم مشران هم وايي په دوي د دروغو تورونه لګول شوی ځکه چې هغه د ائین سره سم برابر خپله پرامنه مباریزه کوي او دا تور به د عدالتونو د لارې لرې کوي.

خو په وروستیو کې د ملک داخله وزیر اعجاز شاه بهرنۍ خبري ادارې سره د پی ټی ایم په اړوند یوې پوښتنې به ځواب کې ویلي وؤ څوک چې قانون ماتوي هغه به نیولی شی

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG