لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا وائروسو ګواښ،خېبر پښتونخوا صوبه کې بېړنی وضعیت پرځائ کړل شو


دخیبر پښتونخوا حکومت د کرونا وائرسو دخطرې له امله ټوله صوبه کې دبېړني وضعیت پرځائ کولو اعلان کړی اؤ دپولیسو دخدماتو روغتون یې د کرونا وائرس دشکمنو مریضانو دپاره ځانګړی کړی دی.

دنهې په ورځ دپاکستان بیلابیلو ټيلي ویژنونو پخپلو راپورونو کې ویلي دخیبر پښتونخوا د ابادکارۍ اؤ بحالۍ محمکې دکرونا وائروسو دګواښ له امله د روغتیا دمرکزي وزارت په لارښوونه ټوله صوبه کې د بېړني حالت پرځائ کولو اعلان اعلامیه خپره کړې ده.

اعلامیه کې ویل شوي چې دګاونډي هیواد په توګه دچین نه هر وخت دمسافرو تګ راتګ دوامداره وي چې له دې امله اړونده ادارې باید سمدستې ډول داحتیاطي تدابیرو ترڅنګ ټول د وس لاندې ګامونه پورته کړي.

اعلامیه کې ویل شوي خیبر پښتونخوا صوبه کې په احتمالي کرونا وائرسو دقابو موندلو دپاره د وړاندې څخه حفاظتي ګامونه اخستل اړین دي.

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا روغتیایي خدمتونو ادارې پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې په پېښور کې دپولیس سروسز هسپتال دبېړنیو خدمتونو څانګه تړل شوې اؤ دا روغتون د کرونا دشکمنو ناروغانو دعلاج ته ځانګړی کړل شوی دی.

پېښور کې دپولیسو دخدماتو د روغتون مرستیال مشر ډاکټر اورنګزیب اپریدي هم خبریالانو ته منلې چې دپولیسو روغتون د کرونا وائروسو احتمالي ناروغانو ته ځانګړی کړل شوی دی.

هغه ویلي په دې روغتون کې په لمړي ډول دپینځوؤ کټونو یو ائسولین وارډ یا خونه جوړه کړل شوې اؤ ددې وائروسو څخه د ژغورنې دپاره حفاظتي طبي الات هم اسلام اباد ته رارسول شوي چې زر به دپېښور سروسز روغتون ته ورکړل شي.

له دې یوه ورځ وړاندې د صحت په برخه کې د پاکستان د وزیراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا وي او ای سره په خبرو کې ويلي وؤ د دوه هېوادونو څخه يې دغه الات راغوښتي دي خو نوموړي د دغو هېوادونو نوم نه دی څرګند کړی.

د چين د صحت چارواکو د ګل، دوشنبې په سهار ويلي د کرونا وايرس له امله د مړه شوؤ کسانو شمېره ۳۶۱ ته رسېدلې او ۱۷۲۰۵ يې اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG