لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ولسمشر ټرمپ کالنۍ وینا: په افغانستان کې اوږده جګړه ختموو او خپل پوځیان بیرته را ستنوو


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر پخپله کالنۍ وینا کې وویل چې نور غواړي‌ په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځیان را ستانه کړي. ښاغلي ټرمپ وویل، په افغانستان کې موجودو امریکایي پوځیانو پخپل عزم او زړورتیا سره د جګړې په میدان کې زیات پرمختګ کړی، چې له کبله یې دا مهال له وسلوالو طالبانو سره خبرې روانې دي.

ټرمپ زیاته کړه چې نه غواړي په افغانستان کې لکونه خلک خصوصاً بې ګناه ملکي وګړي و وژني او نه دا د امریکې دنده ده چې له نورو هېوادونو د قانون عملي کوونکو ادارو په توګه کار واخلي:

"دوی [امریکایي پوځیان] په نړۍ کې غوره جنګیالي دي چې هغوی یا جګړه وګټي یا هیڅ ونه جنګېږي، خو موږ په دې اړه کار کوو چې د امریکې دا تر ټولو اوږده جګړه پای ته و رسوو او خپل پوځیان بیرته خپل هېواد ته را ستانه کړو".

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله درېیمه کالنۍ وینا کې د امریکې د کورني اقتصاد، تجارت، امنیت، روغتیا او تعلیم تر څنګ پر ځینو بهرنیو موضوعاتو هم خبرې وکړې او ویې ویل حکومت یې د خپل هېواد د ملي امنیت دفاع کوي او د بنیادپرستې اسلامي ترهګرۍ په ضد مبارزه کوي.

"درې کاله مخکې د داعش ډلې وحشیانو په عراق او شام کې ۲۰ مایله مځکه تر واک لاندې لرله، خو نن د داعش خلافت سل فیصده تباه شوی دی او د دې ډلې بنسټګر او مشر خونخوار بغدادي وژل شوی دی".

ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې هغو امریکایي پوځیانو ته درناوی وړاندې کړ،‌ چې له هېواده بهر یې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې برخه اخیستې. له هغوی څخه یو پوځي افسر کرسټوفر هېک وو، چې په ۲۰۰۸م کال کې په بغداد کې د سړک له غاړې ښخ شوي ماین کې و وژل شو او د ده په وینا دا بم د ایراني جنرل قاسم سلیماني له خوا پلان شوی وو:

"سلیماني د ایراني حکومت یو خونخوار قاتل او داسې بلا وه چې په عراق کې یې د امریکې زرګونه کارکوونکي وژل او ټپیان کړي وو. د نړۍ د لوړرتبه ترهګر په توګه سلماني د بې شمېره نارینه وو، ښځو او ماشومانو وژنې ته لاره برابره کړه".

ولسمشر ټرمپ‌ په ټینګار سره وویل چې ایران باید خپلو ایټمي وسلو ته وده ورکول، د ترهګرۍ خپرول، وژنې او تباهي و دروي او د خپلو خلکو د ښېګړې لپاره کار وکړي. وایي د امریکې د بندیزونو له کبله د ایران اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی، وایي که ایران خپله اوسنۍ تګلاره بدله کړي نو امریکا ورسره بیرته په اقتصادي‌ پیاوړتیا کې مرسته کولای شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG