د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي چې طالبان دې د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتلو او د بېن الافغاني مذاکراتو د پېل دپاره لارې هوارېدو ته داسې "څرګند شواهد" وښایي چې په تشدد کې په رښتیا کموالی راولي. طالبانو دغې بیان ته په غبرګون کې ويلي د مشکل د حل اراده او توان لري او د مذاکراتو ټکني کولو زمه واري يې په امريکايي او افغان چارواکو ور اچولې ده.
د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پمپیو د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي چې د طالبانو سره د سولې د لوظنامې لاسليک کېدل نزدې شوي، خو تر هغې مخکې، طالبانو ته په کار ده چې د تشدد د کمولو په برخه کې دې خپل نیت او وړتیا په ډاګه کړي.
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو ویلي: "مونږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یو پلان کار کوو، موږ تېر ځل هم، همداسې پلان ته نزدې شوي وو چې داړو اړخونو پرې کار کړی و، خو طالبانو ونه کړی شو چې د تشدد د راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته کړي."
د طالبانو ویاند د پمپیو بيان ته په ټویټر غبرګون ويلي چې" اسلامي امارت د مشکل د حل اراده اوتوان لري، د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی".
له دې وړاندې د تشدد د کمولو په سر د اختلافاتو له امله د امریکې او د طالبانو مذاکرات ځنډېدلې دي.
په قطر کې د طالبانو د فتر ترجمان سهېل شاهین د ځنډ ذمه واري په امریکایانو اچولې چې د لوظنامې د لاس کېدو د ورځو په مهال به پرامنه ماحول جوړ وو خو امریکایانو نورې غوښتنې وړاندې کړې...د دې له امله د امن په بهیر کې خنډان پېدا شوي."
د افغانستان د سولې بهير په داسې مهال د ځنډ ښکار شوی چې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اسلام اباد او کابل سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو سره يې خبرې اترې شوي او د طالبانو سره د ترسره شوؤ خبرو په احوال يې خبر کړي دي.