لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:نه غواړم چې سوله په یوه سیاسي تجارت بدله شي


دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو داسې سوله چې د ټولو مېرمنو حقونه پکې خوندي وي. د سولې موضوع په احساساتو نه، بلکې په تدبیر او عقل باید مخته لاړه شي.

دچهارشنبې په ورځ د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو د ښځو له استازو سره په سلام خانې ماڼۍ کې دلیدنې په مهال ښاغلي اشرف غني ویلي د باعزته سولې لپاره باید د ښځو غږ ټول ولس ته ورسول شي، ځکه زه نه غواړم چې سوله په یوه سیاسي تجارت بدله شي.

ولسمشر وویل، په تېرو پنځو کلونو کې په لوړو بستونو کې د ښځو ګمارلو ته پاملرنه شوې او دغه بهیر به ادامه ولري.

هغه زیاته کړه، د ورزش په برخه کې لا هم ښځو ته لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي. د واضح طرحې په اساس به په دې برخه کې اساسي اقدامات وشي.

طالبانو سره دسولې دنهم پړاؤ دخبرو سرته رسولو وروسته ویل کیږي چې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دسولې دتړون مسوده دامریکا دبهرنیو چارو محکمې ته سپارلې خو څېړونکي اوس هم په دې خبره بې باوره دي چې ګنې دسولې ددې تړون لاسلیک کېدو وروسته به طالبان ځانونه بیخي بدل کړي اؤ افغانستان کې به ښځو ته په ازادانه ډول دهغوئ ټول بشري اؤ جمهوري حقوق ورکړل شي.

دافغان چارو څېړونکي ښاغلي میرویس افغان په دې وروستیو کې امریکا غږ ته ویلي وؤ‌ د طالبانو دسرچینو نه ورته معلومه شوې ده چې په کومو خبرو تر اوسه اختلافونه موجود دي هغه دادي چې طالبان دامریکایي پوځیانو له وتلو وروسته افغانستان د یو جمهوري هیواد پځائ په اسلامي امارت بدلول غواړي.

هغه ویلی وؤ که طالبان افغانستان په اسلامي امارت بدل کړي نو هغوئ به یو ځل بیا په میډیا سخت قدغنونه ولګوي،ښځې به په پرده کې وساتي اؤ دفترونو اؤ اسکولونو ته به یې له تګ څخه منعې کړي.

میرویس افغان وایي طالبان په موسیقۍ،فلمونو اؤ د ټي‌ وي ډرامو په څېر د ساعت تیري په وسیلو هم بندیزونه لګول غواړي.

په افغانستان کې په ترهګرۍ او د خپلې خوښې شریعت جوړولو باندې د تورنو طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو افغان مېرمنې د هیواد په اینده کې د ښځو په ممکنه رول باندې د بل هر وخت نه زیاتې اندېښمنې کړي دي.

د افغان مېرمنو تر ټولو لویه وېره دا ده چې ایا د سولې په خبرو کې به طالبان دې ته څومره چمتو وي چې د مذهب په نوم د ښځو لپاره خپله سخت دریځه تګلاره پریږدي؟

خو دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین اؤ دهغوئ نورو مشرانو وخت په وخت پخپلو ویناګانو کې ویلي چې هغوئ به ښځو ته دهغوئ هغه ټول حقوق ورکوي چې دافغاني ټولنې دعنعناتو سره په ټکر کې نه وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG