لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوؤ فلمونو پځائ اوس سینماګانو کې فلمي ایکټران سټیج شوګانې کوي


په پېښور اؤ دخیبر پښتونخوا صوبې نورو برخو کې اوس په سینماګانو دنوؤ فلمونو ښودل کیدو پځائ زیاتره سټیج شو ګانې یا په ژوندۍ بڼه کنسټرټونه ښودل کیږي چې دفلمي ستورو په وینا دفلمونو شوقیان پکې زیاته خوښي لري اؤ‌ ددغو شوګانو کتلو له د لرې،لرې سیمو نه ورځي.

دپښتو فلمونو وتلی ستوری شاهد خان وایي د ددې سټیج شو ګانو له امله خلکو ته اسانه اؤ ارزانه تفریح یا ساعت تیری په لاس ورځي اؤ دهنرمندانو دمعاش هم یو غوره ذریعه جوړه شوې ده.

شاهد خان چې تیره اوونۍ یې شاه زلمي دپښتونخوا نومې سټیج شو په پېښور کې پخپله شخصي سینما ارشد سینما کې راجوړه کړې وه وایي په دغه شو کې دومره ډیرو خلکو برخه اخستې وه چې هغه ورته حیران شوی ؤ.

شاهد خان وایي د ورځې په سینیما کې د فلم په څېر دوه یا درې شوګانې خلکو ته وړاندې کوي اؤ په دې شوګانو کې د سندرو ترڅنګ دټوقو ټقالو اؤ دعبرت ډکې خاکې هم شاملې وي چې دفلم مینه وال ترې خوند اخلي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل پېښور اؤ خیبر پښتونخوا صوبه کې اوس سینماګانې په ډیرې چټکتیا سره ورانیږي اؤ کاروباري پلارې پرې جوړیږي ، په داسې حال کې هغوئ مجبور دي چې دفلمونو ترڅنګ دفلم مینه والو ته غوره سټیج شوګانې هم وړاندې کړي ترڅو دفلم کتلو شوق په خلکو کې مړ نه شي اؤ هم د فنګارانو روزګار دوام ومومي.

هغه وویل دا شوګانې یوازې په پېښور کې نه بلکې په سوات ، کراچۍ،اسلام اباد اؤ نورو هاغو سیمو کې هم وړاندې کیږي چرته چې دپښتو فلمونو مینه وال شته.

کله چې مو له شاهد خان وپوښتل ددې شوګانو د رواج کیدلو سره به دپښتو د نوؤ فلمونو جوړیدل بند خو نه شي ؟ هغه وویل نه فلمونه پخپل ځائ جوړیږي اؤ‌ سټیج شوګانې پخپل ځائ دي

پېغله سندرغاړې دلراج چې زیاتره وخت په دې سندریزو کنسرټونو یا شوګانو کې برخه اخلي اؤ سندرې پکې وایي هغه هم ددې شوګانو د رجحان په وده خوشحاله ده اؤ وایي دې شوګانو د ډیرو فنکارانو د بې روزګاره کیدلو مخه نیولې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل مخکې به که سندرغاړو یا سازیانو یوازې فلمونو کې سندرې ویلې نو فلمونه خو به چرته کال کې دوه درې جوړیدل اؤ شوګانې ډيرې کیږي ځکه نو اوس سندرغاړي اؤ سازیان هم په دې شوګانو کې کار کوي اؤ له دې لارې ځانته دوه پیسې ګټلی شي.

هغه وایي ډیر خلک خواهش لري چې دخپلې خوښې هنرمندان نیغ په نیغه اؤ مخامخ وویني ځکه نو دفلمونو نه زیات خلک دې سټیج شوګانو ته راځي.

خلیل الله چې دپېښور دفقیر اباد سیمې اوسیدونکی دی اؤ زیاتره وخت ددغو شوګانو کتلو دپاره سینماګانو ته ورځي وایي د شوګانو په شروع کیدلو خوشحاله دی خو په دې خفه دی چې دفلم په مقابله کې د سټیج شوګانو ټکټونه ډير په لوړه بیه پلورل کیږي.

هغه وایي چې دیوې شو ټکټ د ۵۰۰ روپو نه واخله تر ۱۵۰۰ پورې خرڅيږي چې خلک یې ښه په مینه اخلي اؤ دومره رش وي پرې چې څوک پکې ټکټ هم نه شي ترلاسه کولی.

ډیوه سره خبرو کې خلیل الله وویل خلک ځکه دفلمونو نه دا شوګانې زیاتې خوښوي چې فلمونو کې خو یوازې جهانګیرخان،ارباز خان اؤ شاهد خان په سکرین په نظر راځي اؤ دلته یې مونږ مخامخ ووینو ، تصویران هم ورسره وباسو

خلیل الله وایي فلمونو کې یوازې فلمي اداکاران په نظر راځي اؤ دې شوګانو کې سندرغاړي، د ډرامو ایکټران اؤ ډانسران هم خلکو ته مخامخ دخپل فن مظاهره کوي ځکه نو عام خلک دفلم نه شوګانې ډیرې خوښوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG