لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي افغانستان کې دسولې د روانو خبرو جوخته څارنه کوي


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه فاروقي وایي پاکستان افغانستان کې دسولې د روانو خبرو اترو جوخته څارنه کوي اؤ هیله ده چې دسولې دا خبرې به یو غوڅ پړاؤ ته رسیږي.

د زیارت په ورځ خبریالانو ته د اوونیز احوال تیرولو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ویلي پاکستان افغانستان کې دسولې اؤ امن پلوي ده اؤ په دغه لړ کې یې دخپله انده هر رقم اسانۍ برابرې کړي دي.

پاکستان افغانستان کې دسولې د روانو هڅو دبریالیتوب دا هیله په داسې حال کې ښایي چې په افغانستان کې تشدد د کمولو په سر د اختلافاتو له امله د امریکې او د طالبانو مذاکرات یو یوارې بیا ځنډېدلې دي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ یې وي او ای ته وویلي وؤ "مونږ متفق شوي وو چې د لوظنامې د لاس کېدو د ورځو په مهال به پرامنه ماحول جوړوو لیکن امریکایانو نورې غوښتنې وړاندې کړې...د دې له امله د امن په بهیر کې خنډان پېدا شوي"

طالبانو سره د سولې د وروستیو خبرو په جریان کې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد تیره اوونۍ پاکستان ته سفر کړی ؤ اؤ دلته یې د پاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنې کړې وې.

له دغې لیدنې وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وؤ پاکستان زلمي خلیلزاد سره خبرو کې په دې خبره ټینګار کړی چې د امریکې او طالبانو ترمنځ لوظنامه دې زر تر زره لاس لیک کړی شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې چین کې د راالوتي کرونا وائروسو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې وویل ددې وائروسو په معامله چین کې دپاکستان سفارت دخپلو وګړو سره پرله پسې په تماس کې ده اؤ اؤ چین دکرونا وائروسو نه د ژغورنې دپاره زړه پورې ګامونه اخستي دي.

هغې وویل دترکي سفر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي اؤ دهغه ددې سفر له امله به د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG