لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هائیکورټ دعالمګیر وزیر په ضمانت دخوشې کولو عریضه رد کړې ده


د لاهور ایالتي محکمې د بغاوت په دوسیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دیو مخکښ مشر اؤ دپارلیمان دغړي علي وزیر د وراره عالمګیر وزیر په ضمانت د خوشې کولو عریضه رد کړې ده.

عالمګیر وزیر د پنجاب پوهنتون د پښتنو طالب علمانو پخوانی مشر دی اؤ هغه تیرکال دنومبر دمیاشتې په وروستیو کې وروسته له هغې په پنجاب کې دقانون پځائ کوونکو ادارو لخوا نیول شوی ؤ چې دطالبعلمانو یوې احتجاجي غونډې ته په وینا کې یې دپاکستان دننه پښتنو سره په کیدونکي چلندسخت ټکونه وکړل.

پولیسو دعالمګیر وزیر خلاف د بغاوت،د ریاست په ضد اولس کې دکرکې خورولو اؤ د لوډ اسپیکر دبېځایه کارونې مقدمې درج کړي دي.

د زیارت په ورځ دلاهور په ایالتي محکمه کې دعالمګیر وزیر په ضمانت د خوشې کولو دعریضې اوریدنه شوې اؤ په دې موقعه سرکاري وکیل محکمې ته ویلي چې پلټنې کوونکو ته هغه غږیز اؤ ویډيو ثبوتونه په لاس ورغلي دي چې ترې د ریاست په ضد دعالمګیر وزیر غداري ثابتیږي.

سرکاري وکیل ویلي د ریاستي ادارو په ضد ناوړه توري کارول دپاکستان په ضد د ناوړه تورو کارولو برابر دي چې هیچا ته یې باید اجازه ورنکړل شي.

خو دعالمګیر وزیر وکیل اسد جمال بیا محکمې ته ویلي چې عالمګیر وزیر بېګناه دی اؤ دهغه په ضد داسې هیڅ ثبوتونه نشته چې په اساس یې هغه پرله پسې په بند کې وساتل شي.

محکمې د دواړو لوریو د وکیلانو د دلیلونو اوریدلو وروسته د عالمیګر وزیر په ضمانت دخوشې کولو خواست رد کړی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ دقامي اسمبلۍ ته د وینا په وخت د پي ټي ایم مشر منظور پشتین او د هغه د نورو ۲۳ ملګرو د ګرفتارۍ او په دوي د غدارۍ مقدمو جوړولو سخته غندنه کړې وه او زیاته کړې یې وه چې په هغه خلکو باندې د غدارۍ مقدمې جوړولی کیږي چې د خپل حق لپاره اواز پورته کوي.

هغه پخپله وینا کې ویلي وؤ په هیواد کې د خپلو حقونو لپاره اواز پورته کوونکو باندې د غدارۍ تورونو لګولو منصوبه دې بنده کړی شي او خبرداری یې ورکړی ؤ چې دغه منصوبه به د ملک لپاره ډېرې بدې نتیجې ولري.

د پاکستان یو شمېر سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالینو او د بخښنې نړیوالې ادارې ایمنسټۍ انټرنیشنل د منظور پشتین او د پي ټي ایم نورو غړو د نیولو غندنه کړې او د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې منظور پشتین او د هغه نور ملګري په سمدستي توګه باندې د کومو شرطونو بغیرخوشې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG