لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ژوب کې سل کلن لرغونی مندر ۷۰ کاله وروسته هندو ټولنې ته وسپارل شو


د ژوب مندر

د پاکستان له جوړ‎ېدو وروسته د هندو ټولنې دغه مندر په ښوونځي بدل شو ی ؤ، د مندر په ودانۍ کې یو دولتي ښوونځی جوړ شوی ؤ چې پکې ماشومانو زدکړ‎ې کولې.

د زيارت، پنجشنبې په ورځ په هم دې مندر کې په جوړه شوې غونډه کې ، د ژوب مرستیال کمشنر د ژوب ښار د لوی جومات (جامع مسجد ) مشر مولوي الله داد کاکړ په لاس د هندو ټولنې مشرانو ته مندر چابۍ وسپارلې.

غونډې ته په وېنا کې د ژوب مرستیال کمشنر طحه سلیم وویل "ټوله نړۍ باید وګوري چې مونږ د لږکیو څومره زیات خیال ساتو، نن د بلوچستان ،ژوب او زمونږ‎ ټولو لپارہ ډېرہ مهمه ورځ ده. دا د دیني یووالي یو ښه مثال دی چې د جامع جومات خطیب مولانا الله داد نه یوازې د دې پریکړې ملاتړ وکړ بلکې په مراسمو کې یې د ځانګړي مېلمه په توګه هم برخه واخسته".

ډپټي کمشنر وویل چې ۳۰ کاله وړ‎اندې په تاریخي مندر کې یو دولتي لومړنی ښوونځی جوړ شو.

"مخکې له دې چې معبد وسپارل شي ښونځی بلې ودانۍ ته لیږدول شوی دی، د لږکیو ټولنه ۷۰ کاله وروسته بیرته خپل عبادت ځای ته راستونه شوې ، د لږ ځنډولو په عمل هم د لږ‎کیو له ټولنې څخه بخښنه غواړو".

هغه وویل چې مندر به بیرته اباد شي، د بیا رغونې وروسته به هندو ټولنه نه یوازې خپل مراسم په دې مندر کې ترسره کړي، بلکې د لرې لرې څخه لیدونکي به پکې ګډون وکړي".

په ژوب کې د هندوانو ټولنې له ۷۰ کلنۍ وروسته مندر ته د تللو له امله خوښي څرګنده کړه.

په غونډہ کې دهندوانو ځایي مشرانو ویناوې وکړ‎ې او وویل چې دا ورځ ډیرہ د خوشحالۍ ده چې مونږ۷۰ کاله وروسته دغه مندر ولیدو. او نن دلته پکې ناست یو ،او وروسته به پکې په ازادہ توګه خپل مذهبي عبادت هم کوو.

دوی په خپله وینا کې د بلوچستان ایالت د هایي کورټ مشر جج چیف جسټس جمال مندوخېل شکریه ادا کړ‎ہ او وویل یې چې څه مودہ وړ‎اندې مندوخېل مندر دورہ کړ‎ې وہ ، په هم دغه مهال د هندون ټولنې مشرانو غوښتنه وکړه چې د مندر ودانۍ دې هندو ټولنې ته وسپارل شي د مشرانو په وینا مونږ د د مشر جج (چیف جسٹس مندوخېل) او د ضلعي حکومت ډېرہ مننه کوو ، چې دوی زمونږ غوښتنې ومنلې.

د لږ‎کیو د کمېټې مشر سلیم جان ډیوہ ته د وویل چې د ژوب ښار په بابو محله کې موقیعت لرونکی مندر د غره په لمن کې جوړ‎ دی او تر۱۰۰ کاله زیات عمر لري.

د ښاغلي په وینا په ژوب ښار کې په سلګونو هندو کورنۍ ابادې وې د پاکستان له جوړ‎ېدو وروسته ټول هندوستان ته ستانه شول اوس شاوخوا ۵۰ کورنۍ په ژوب کې پاتې دي.

ښاغلي زیاته کړ‎ہ په ژوب ښار کې د دوی شپږ‎ نور مندرونه هم قبضه شوي دي، ځکه دوی یوازې یو مندر لري ، چې چت یې هر وخت غورځېدلی شي.

د ښاغلي په وینا د ۱۹۲۸ په رسمي نقشو کې نقش دي چې په ژوب کې له شپږ څخه ډیر مندرونه ؤ.

هغه وويل کندهاری بازار ته نزدې په یو مندر کې دیني اسلامي مدرسه جوړ‎ہ شوې دہ . بل مندر په پولیس لائن کې پولیسو په خپل استعمال کې راوستی دی ،په تاڼه روډ پرې بېنک جوړ د آریه سماج مندر خلکو نیولی دی.

دا ځمکې باید د پاکستان له جوړېدو وروسته د پاکستان د حکومت په لاس کې وی خو خلکو پرې قبضې وکړې.

سلیم جان وايي هغه مندر چې سپارل شوی، هم په خراب حالت کې دی ، د دې مجسمې ماتې شوې او یا ورکې شوې. د ښار ګنده اوبه هم د مندر انګړ ته راځي. حکومت باید د مند جوړېدو دپاره پېسې ورکړي.

د لږکیو د مشرانو په وینا د"سیکهـ ټولنې ګوردوار هم دې مندر ته نزدې نیول شوې او په کې یو ښوونځی جوړ شوی دی. په ژوب کې د سیکانو څو کورنۍ ژوند کوي ، مګر دوی خپله عبادتخان نه لري، د دوی په وینا حکومت ژمنه ورسرہ کړې چې د ګوردوارې ودانۍ به هم خالي کوي او ښوونځی به بل ځای ته منتقلوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG