لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې په هوايي بريد کې د وژل شوؤ پاکستانیانو مړي خپلوانو ته سپارل شوي


د پاکستان د بلوچستان ایالت د چارواکو په وېنا د افغانستان په چاربان سيمه کې د وژل شوؤ دوو پاکستانیانو مړي د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې چارواکو ته سپارل شوي دي.

د انتظامي چارواکو په خبره په چاربان کې وژل شوي دواړه پاکستانیان پیژندل شوي چې یو تن منصور اسحاقزی او بل یې محمد عارف کاکړ دی. منصور اسحاقزی د چاغي د ګردي ځنګل او محمد عارف کاکړ د کوټې اوسیدونکی وو.

دچاغي ځایي چارواکو د پېښې تایید کړ‎ی او ویې ویل چې دغه دوه تنه د افغانستان د هلمند رباط سره نزدې د چاربان په سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي، چاربان د افغانستان سرحدي سیمه ده چې د بلوچستان له چاغي سره څېرمه پرته دہ.

د ځایي چارواکو په وینا ویګو موټر په بريد کې په نخښه شوی او پکې دوہ تنه وژل شوي د ځینو ناتاید شوي راپورونو له مخې یاد برید د ډرون یا بې پایلوتکه د لارې شوی دی.

د چاغي یوخبریال د نوم نه ښودلو په شرط ډیوہ ته وویل چې پېښه د زيارت/پنجشنبې په غرمه شوې ده، د ښاغلي په وینا په یادہ سیمه کې د طالبانو اثر زیات دی، له بلې خوا په هلمند کې هم ويل کيږي د افغان طالبانو اثر په دغه علاقه کې زيات دی.

د خبریال په خبرہ د چاربان پر پوله د پاکستان خلک هم د سوداګرۍ یا کاروبار لپارہ هلمند او نورو سیمو ته ځي او د هغه ځای نه خلک پاکستان ته راځي.

د پېښې په حقله د افغانستان یا پاکستان حکومتونو لوړ‎ پوړ‎و چارواکو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور د کال ۲۰۱۶ د مې په مياشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG