لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پخوانی لوبغاړی ناصرجمشېد د لوبې په سر پېسو اخستو په جرم کې جېل ته لېږل شوی


د برتانیې يو عدالت د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی ناصر جمشېد د لوبې په سر د پېسو اخيستو (سپاټ فکسنګ) په جرم کې د ۱۷ میاشتو دپاره جېل ته لېږلی دی.

د برتانیې د جرمونو قامي ادارې (نيشنل کرايم ادارې، اېن سي ای) ويلي د ناصر جمشېد سره دوه نور لوبغاړي يوسف انور او محمد اعجاز هم جېل ته لېږل شوي دي.

اېن سي ای ویلي دوی په پلټنو کې مالومه شوې چې دوی د کال ۲۰۱۶م د بنګله دېش ټي ـ ټيونټي پريمئير ليګ (شل اووريزو سیالیو) کې سپاټ فکسنګ کړی دی.

ادارې ويلي دغو درې واړو لوبغاړو په کال ۲۰۱۷م کې په دوبۍ کې د پاکستان سپرليګ په سیاليو کې هم سپاټ فکسنګ کړی او په دغه لړ کې انور دوبۍ ته تللی هلته یې د اسلام اباد يونايټډ د دوه لوبغاړو خالد لطيف او شرجيل خان سره لیدلي او هغوی ورسره صلاح شوي وو.

د اېن سي ای په وېنا ناصر جمشېد د فرورۍ په ۱۳م په برمنګهم کې په خپل کور کې نيول شوی، انور د دوبۍ نه په واپسۍ په هېترو هوايي اډه او اعجاز لس ورځې وروسته په شيفلډ کې نيول شوي وو.

د دغو لوبغاړو سره د برتانيې تابعيت دی.

عدالت ته د ناصر جمېشد د ۱۷ مياشتو د بند سره ،يوسف انور ته د درې کالو، څلورو میاشتو او محمد اعجاز ته د دوه کالو او شپږو مياشتو بند سزا اورولې ده.

د اېن سي ای د رپوټ ترمخه د يادې مقدمې په مهال د پاکستان کرکټ بورډ جمشېد، لطيف، شرجیل خان او محمد عرفان معطل کړي وو.

د اېن سي ای چارواکي ائن مککونل ويلي، چې دغو لوبغارو دوی ته ورکړی شوې اسانتياوې سمې نه دي کارولي، نړيوال کرکټ يې بدنام کړی او د خپلو ګټو دپاره يې د خلکو اعتماد زيان رسولی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ د بډو رشوتونو څانګې د کال ٢٠١٧ پاکستان سپر لیګ مقابلو کې د سپاټ فکسنگ یا د لوبې په سر پیسو اخستو مقدمه کې ککړ کېدو په تور د کرکټ په پخواني لوبغاړي ناصر جمشېد باندې په لوبه کولو د ١٠و کالو بندېز لګولی ؤ.

کرکټ بورډ په خپله فیصله کې ویلي ناصر جمشېد به په کرکټ بورډ او د کرکټ انتظامیه کې ١٠ کاله وروسته هم کومه څوکۍ نه شي ترلاسه کولی.

د بډو رشوتونو څانګې ویلي ؤ ناصر جمشېد د کرکټ میچ نتیجې بدلولو لپاره د جوار ګرو نه پېسې اخیستي او په هغه باندې د لوبغاړو لمڅولو او د جوارګرو سره د اړیکو برابرولو تورونه هم ثابت شوي وو>

ناصر جمشېد د پاکستان لخوا په دوه ټېسټ (پينځه ورځنو) او ۴۸ يو ورځنيو سياليو کې برخه اخيستې ده.

له وړاندې د کال ۲۰۱۰م د ستمبر په مياشت کې د کرکټ نړیوالې شورا يا ايي سي سي د پلټنو یو ډلې په بډو رشوتونو کې ککړ درېو نورو پاکستاني کرکټ لوبغاړو ته هم سزاګانې اورولي وې چې تر مخه يې په سلمان بټ ۱۰ کاله، په محمد عامر۵ کاله او محمد اصف باندې ۷ کاله بندیز لګول شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG