لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت، پوځ او ادارې دې د احسان الله احسان په اړوند سپيناوی وکړي، پېښور هايکورټ ته خواست


پېښور هايکورټ ته خواست شوی چې د پاکستاني طالبانو د پخواني وياند احسان الله احسان په اړوند دې د حکومت، پوځ او اړونده ادارو نه سپيناوی وغوښتی شي چې هغه چرته دی؟ او که نه دی تښتېدلی عدالت ته دې وړاندې کړی شي.

دوه ورځې وړاندې په سوشل میډیا خپور شوي یو پېغام کې یو تن ځان د احسان الله احسان په نامه یادوي او په پېغام کې د تښتېدو د دعوې سره دا ګواښ هم ورکوي چې ډیر زر به د پاکستاني پوځ او د هېواد د استخباراتي ادارو د منصوبو نه پرده لرې کړي. هغه وايي سږ کال د جنورۍ په ١١ نېټه د پاکستان د ولکې نه په وتلو کې بریالی شوی دی.

فضل خان اېډوکېټ نن د پېښور هايکورټ ته خواست کړی، او په خواست کې يې مرکزي سيکرټري داخله، د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري، سيکرټري ډيفنس، د ايي اېس ايي مشر، د پوځ مشر، د قانون، بشري حقونو او پارلیماني امورو سيکرټري فريقېن جوړ کړي دي.

د فضل خان زوی د پېښور په سکول په ترهګر بريد کې وژل شوی د کوم بريد زمه واري چې د طالبانو د هغه وخت وياند احسان الله احسان قبوله کړې وه.

خان اېډوکېټ وي اوای ډیوه سره په خبرو کې وويل،"ما په پينځم مې ۲۰۱۷م پېښور هايکورټ ته خواست کړی ؤ چې مونږ سره ويره ده چې د احسان الله احسان سره حکومت معاهده کړې ده او معافي ورته ورکوي، نو يو خو دې عدالت دا کار وکړي چې رياست دې د دې معافۍ نه منعي کړي او بل چې د ارمي پبلک سکول وروسته کوم پوځي عدالتونه جوړ شوي احسان الله احسان ته دې سزا ورکړي".

نوموړي وويل وروسته د پېښور هايکورټ په ۱۳م دسمبر ۲۰۱۷م کې امر کړی ؤ چې احسان الله احسان ته دې سزا ورکړی شي هغه ته دې معافي ور نه کړی شي.

فضل خان زياته کړه په اوسني خواست کې دوی "يو د عدالت د سپکاوي يادګېرنه کړې او دوېمه دا چې د کومو حکومتي ادارو سره احسان الله احسان ؤ د هغو نه دې تپوس وشي چې هغه چرته دی که تښتېدلی وي نو زمه وارو خلکو ته دې سزا ورکړی شي او که نه وي تښتېدلی نو عدالت ته دې وړاندې کړی شي".

هغه وويل په مطبوعاتو خبرونه خپريږي چې احسان الله احسان وايي هغه تښتېدلی دی او حکومت په دغه اړوند څه نه وايي بايد هر څه په ډاګه شي.

د فضل خان په وېنا د طالبانو پخواني وياند د ادارو سره درې کاله تېر کړه په داسې حال کې چې پوځي عدالتونه جوړ ؤ او احسان الله احسان اعترافي بيان هم ورکړی ؤ بيا څنګه عدالت ته وړاندې نه کړی شو.

خان وويل "دوی چې کومه ويره څرګنده کړې وه چې حکومت د احسان الله احسان سره معاهده کړې، نو اوس دا سوال راپورته کیږي چې يو نړيوال ترهګر څنګه د کورنۍ سره بهر ووتو، خو داسې مالوميږي چې د ترهګرۍ په پېښو کې ادارې ککړې دي ځکه د ترهګرو په شا ودريږي او د عدالتونو نه يې بچ کوي".

د پاکستاني طالبانو د پخواني وياند په اړوند په ټولنيزو رسنيو هم داسې پوښتنې راولاړیږي چې هغه چرته دی بايد په دغه اړه سپيناوي وشي.

خو د دې خبر خپرېدو پورې د حکومت يا پوځ لخوا د احسان الله احسان د مبينه بيان يا د هغه تښتېدو يا ځای په اړوند هيڅ بيان مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان پوځ د ٢٠١٧ د اپرېل په میاشت کې دا خبره منلې وه چې احسان الله احسان د هېواد امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی او د دوی په ولکه کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG