لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمې په دوؤ مقدمو کې د منظور پښتین ضمانت منظور کړو


د خیبر پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان ضلعي محکمې دپښتون ژغورنې غورځنګ دبندي مشر منظور پشتین په دوؤ مقدمو کې د ضمانت منظوري ورکړې ده

دخالي په ورځ د ډیره اسماعیل خان په ضلعې محکمه کې دقاضي شاکرالله لخول په دې اړوند د وړاندې نه خوندې کړل شوې پرېکړه اورول شوې ده.

پخپله پرېکړه کې محکمې ویلي چې منظور پشتین باندې دائین نه منلو کوم تورونه لګول شوي هغه بې اساسه اؤ په محکمه کې نه دي ثابت کړل شوي.

منظور پشتین ائین نه دبغاوت وپه ریاست او ریاستی ادارو پسې دخبرو کولو او اړي ګړي راپورته کولو په تورونو کې تیره اوونۍ دپېښور پولیسو نیولی ؤ اؤ بیا دمحکمې په امر د ډیره اسماعیل خان زندان ته هغه د دوؤ اوونیو دپاره لیږل شوی دی.

دمنظور پشتین وکیل عبدالمجید د امریکا غږ ډیوه ته ویلي دمنظور سیشن کورټ په دوؤ مقدمو کې دمنظور پشتین ضمانت منظور کړو خو په هغه نورې مقدمې هم درج دي چې د دوشنبې په ورځ به محکمه کې په هغې هم بحث وشي.

د منظور پشټین دوکیل د وینا له مخې په هغه دوه نورې مقدمې هم درج دي خو دغو مقدمو کې به دمنظور ضمانتونه ځکه وشي چې په ورته مقدمو کې د پي‌ ټي ایم د نورو مشرانو اؤ فعالینو ضمانتونه هم له وړاندې شوي دی.

روانه اوونۍ اسلام اباد هايکورټ هم د پي ټي اېم د ۲۳ نيولو شوؤ غړو په سمدستي ډول د خوشي کولو امر کړی ؤ او د دوئ وکیل عبدالرحیم ډیوه ته ویلی "د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د اسلام اباد د مرستيال کمشنر نه په اورېدنه کې پوښتنه وکړه چې په کومو بنيادونو تاسو په دې پرامنه مظاهرينو د بغاوت دفعې (مادې) لګولي دي او په کوم قانون تاسو په دوئ د ترهګرۍ مادې ولګولې"

تر دې دمه چې دمنظور پشتین په ګډون د پي‌ ټي ایم په څومره مشرانو مقدمې درج شوي دي نو هغې کې د ریاست په ضد دخلکو د راپارونې اؤ بغاوت مادې هم شاملې وې.

په وروستیو کې د ملک داخله وزیر اعجاز شاه بهرنۍ خبري ادارې سره د پی ټی ایم په اړوند یوې پوښتنې به ځواب کې ویلي وؤ څوک چې قانون ماتوي هغه به نیولی شی

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر اؤ‌ دپارلمان غړي محسن داوړ تیره اوونۍ پارلیمان ته پخپله وینا کې ویلي وؤ چې په پښتنو دغدارۍ تورونه دیوې منصوبې په اساس لګول کیږي چې دا به ډیر خراب عواقب ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG