په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو ویاند کرنل سوني لیګیټ پخلی کړی چې ننګرهار کې تیره ورځ په امریکایي ځواکونو شوي برید کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
دغه برید تیره ورځ دننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې په امریکایي پوځيانو شوی ؤ اؤ دامریکا پوځي ویاند ویلي برید ګر دافعان پوځ دریشي اغوستې وه.
هغه پخپل یو بیان کې ویلي برید کوونکي نیغ په نیغه په امریکایي پوځيانو ډزې کړي دي .
پوځي ویاند زیاته کړې ده چې مونږ ددې برید د علتونو په اړوند معلومات راټولوؤ
تر دې وړاندې نړیوالې خبرې شبکې رائټرز د ننګرهار د یو امنیتي چارواکي مبارز خام له خولې لیکلي وؤ چې دا امریکایي اؤافغان پوځ ترمنځ نښته شوې چې پکې دمرګ ژوبلې اندېښنه شته.
دافغانستان ددفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي تر اوسه په ډاګه نه ده چې دا دافغانستان دملي اردو اؤ امریکایي عسکرو ترمنځ نښته وه که نه وسله والو ترهګرو برید کړی دی؟
دافغانستان دبیا ودانۍ دڅار ادارې سیګار پخپل یو راپورټ کې ویلي دتیرکال په وروستیو دریو میاشتو کې تراوسه دافغان ځواکونو له لوري ۳۳بریدونه شوي چې پکې ۹۰ کسان وژل شوي.
په کال ۲۰۱۹م کې افغان پوځيانو ټول ۸۲ اندروني بریدوه کړي چې پکې ۱۷۲ کسان وژل شوي اؤ ۸۵ ژوبل شوي خو سیګار نه ده په ډاګه کړې چې په دغو وژل شوؤ کې دامریکایي ځواکونو شمیره څه ده؟
دا مهال په افغانستان کې خواوشا ۱۳۰۰ امریکایي پوځیان ماموریت ترسره کوي اؤ په دې وروستیو کې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي چې هغه افغانستان کې دتاؤ تریخوالي په راکمولو دخپلو پوځيانو موجودیت کمول غواړي