لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"په مونږ رحم وکړئ او بيرته مو خپل ملک ته بوځئ"، په وهان کې پاکستاني زده کوونکي


د چين په وهان ښار کې مېشت پاکستاني زده کوونکو د خپل حکومت څخه غوښتي چې په دوی رحم وکړي او د کرونا وايرس څخه يې بچ کړي خپل ملک ته يې بيرته ستانه کړي.

د صحت په برخه کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مرستیال ظفر مرزا په ټويټر ويلي، "په چین کې زمونږ ګرانو زده کوونکو او د هغو محترمو کورنيو، مونږ د کرونا وايرس په اړوند په حالاتو بحث کوو او په دغه اړه به غوره پرېکړه کوو. تاسو ته يقين درکوو چې تاسو زمونږ يئ او مونږ ستاسو خيال ساتو".

د ظفر مرزا دغه ټويټ ته په ځواب کې ډېری پاکستاني زده کوونکو ويلي چې دوی په وهان کې ګېر دي او حکومت دې بيرته اوباسي، وهان د چين هغه ښار دی کوم چې د کرونا وايرس مرکز ګڼلی شي.

حناضمير قرېشي د مرزا ټويټ ته په ځواب کې ويلي،"چینايان په وهان کې د کرونا وايرس ناروغان زمونږ په پوهنتون کې زمونږ د اوسېدو د ودانۍ څنګ ته راوړي ځکه چې په روغتونو کې ځای نشته او ظفر مرزا تاسو اوس هم سوچ کوئ چې په چين کې پاکستاني زده کوونکي خوندي دي. د خدای په خاطر وېښ شئ له دې وروسته چې ډېر ناوخته شي".

قرېشي په خپل ټویټ کې وزيراعظم عمران هم ټېګ کړی دی.

د محمد ابراهيم په نوم تن ویلي،"مونږ بيرته راتلی شو اجازت ته اړتیا لرو. يواځې زمونږ د حکومت (پاکستان) نه او څو ناروغ ذهنه خلکو نه، ځينې خلک شته چې زمونږ مرسته کول غواړي. او دا د قانون سرغړونه نه ده چې مونږ خپل ملک ته بيرته نه راپرېښودل کيږو".

عمر نومې تن هم ويلي، "ټولو ملکونو خپل زده کوونکي وويستل او تاسو (د پاکستان حکومت) تشې خبرې کوئ، د خدای دپاره په مونږ رحم وکړئ. اوس خو زمونږ سره څنګ ته په ودانۍ کې د کرونا څخه خلک اغېزمن شوي دي، تاسو زمونږ د اغېزمن کېدو انتظار کوئ".

شکيل الرحمان د ظفر مرزا ټویټ ته په ځواب کې وزيراعظم عمران خان مخاطب کړی او ويلي يې دي،

"تاسو زمونږ سره داسې رويه کوئ څنګه چې هند په کشمير کې کوي. تاسو به هغه څنګه سمبال کړئ چې زمونږ د خوندي کولو قابل نه يئ. ستا په مخ غټه څپېړه عمران خان. تر دې چې هغه خپلو وګړو ته ځواب نه کوي. دا زمونږ غټه غلطي وه چې سېلېکټ کړ یمو يې، ځکه مونږ د دې حالاتو نه تېرېږو".

ظفر مرزا ته په ځواب کې ډېرو کسانو دا هم ويلي که ستاسو خپل بچي په چين کې ګېر وی تاسو ته به احساس شوی ؤ.

ظفر مرزا څو ورځې وړاندې ويلي ؤ د چين څخه د خپلو زده کوونکو د نه راویستلو په فېصله وزيراعظم، پوهان او ټولې ادارې متفق دي، هغه ويلي دوی په چين کې د خپلو ۸۰۰ زده کوونکو دپاره کار کوي او په دې سوچ کوي چې دوی له د خپلو ۲۲ کروړه خلکو دپاره هم فکر کول دي.

مرزا زياته کړې په وهان کې د ۱۲۰ هېوادونو نه د زیاتو ملکونو تعلق لرونکي خلک موجود دي او د پاکستان په ګډون ډېرو ملکونو خپل وګړي د دغه ښار څخه نه دي ويستي او دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې او چين د چارواکو د سپارښتنو په رڼا کې شوې ده.

هغه ويلي پاکستان يو زمه واره ملک دی او د کرونا وايرس د خورېدو نه ځان بچ ساتلو په لارښوونه عمل کوي.

راپورونه وايي په چين کې د کرونا وايرس له امله د مړو شوؤ شمېره د ۹۰۰ نه سېوا شوې او د ۳۷زرو نه زيات خلک يې اغېزمن کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG