لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پي ټي اېم د ټولنيزو رسنيو د فعال شيراز ضمانت منظور شو


د لاهور هايکورټ د راولپنډۍ څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د ټولنيزو رسنيو فعال شيراز خان مومند ضمانت منظور کړو او وکيل يې وايي نن يا سبا به خوشي شي.

شيراز تېر کال د اګست په مياشت کې د پنجاب صوبې په اټک سيمه کې د خپل کور څخه پورته کړی شوی او په هغه د رياست د مخالفت او د اړي ګړي جوړولو مقدمې درج کړی شوې وې.

د پي ټي اېم وکيل عبدالرحيم وزير وايي، د لاهور هايکورټ د راولپنډۍ څانګې نن د ګل، دوشنبې په ورځ د شيراز ضمانت منظور کړو او د پينځه لاکه روپو مچلکو جمع کولو امر يې وکړو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وزير وويل، د شيراز په اړه اورېدنه کې نن تفصيلي اورېدنه وشوه او په اورېدنه کې د فېس بک د ايي ډي او موبايل نمبرو په حقله خبرې او بحث وشو.

وزير زياته کړه د شيراز په مقدمه کې د هغه پرضد د رياست په مخالفت کولو په جوړه مقدمه کې قانوني تقاضې هم نه وې پوره کړی شوې او عدالت په هغې هم خبره وکړه.

نوموړي وکيل دا هم وويل په دې ضمانت کې ډېر وخت ځکه ولګېدو چې د اټک سيشن کورټ د ضمانت خواست رد کړی دوی بیا د هايکورټ د پېنډۍ څانګې ته خواست کړی او د هلته نه بيا دا مقدمه بيرته لېږل شوې، بيا بيرته راغلې ځکه پکې ډېر وخت ولګېدو.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

دا وخت د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په خپله هم په دغه ډول مقدمو کې د ډېره اسماعيل خان په زندان کې بنديوان دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG