لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکو نورو ګوندونو ته ورکولو فېصله معطل کړه ‏


د پاکستان سپريم کورټ د سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکو نورو ګوندونو ته ورکولو د پېښور هایکورټ او الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې ده.‏

نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د جسټس منصور علي شاه په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د سني اتحاد کونسل په خواست لنډه فېصله واوروله.‏

جسټس منصور علي شاه وويل، قضيه په رسمي ډول د بيا اورېدنې دپاره منظوروي.‏

‏ د وي او اې اردو د خبر ترمخه، عدالت په فېصله کې وویل، د الېکشن کمېشن او پېښور هايکورټ فېصلې معطلوي.‏

او جسټس منصور علي شاه وويل، د فېصلو د معطلي به د اضافي څوکو د حده پورې وي.‏

د پېښور هایکورټ د جج اشتیاق ابراهیم په مشرۍ پینځه کسیز لارجر بینچ په ‏‎14‎م مارچ د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل لخوا ‏عدالت ته شوي خواستونه خارج کړي وو.‏

عدالت د اورېدنې په وخت ویلي وو، ځانګړې څوکۍ هله ورکول کیږي چې سیاسي ګوندونو عمومي څوکۍ ګټلې وي او سني اتحاد کونسل هیڅ یوه څوکۍ ‏نه ده ګټلې.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا د پېښور هایکورټ له لوري د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل د خواستونو خارج کولو د فېصلې ‏سپریم کورټ کې د چیلنج کولو ويلي وو.‏

د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په اتمه فرورۍ شوو انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخستې او له کامیابېدو وروسته د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو په ‏خاطر یو بل ګوند سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وو، خو بیا هم الیکشن کمېشن دغه ګوند ته د 20 ځانګړو او درېو اقلیتي څوکیو ورکولو نه انکار ‏کړی وو.‏

د پاکستان الیکشن کمېشن په پینځم مارچ د سني اتحاد کونسل د برخې ځانګړې څوکۍ په نورو سیاسي ګوندونو ویشلې وې او سني اتحاد کونسل د دغه ‏فېصلې پرضد پېښور هایکورټ ته خواست کړی وو.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG