لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو:حکومت ته به ځواب ورکول وي چې پخپله خو یې داحسان الله احسان تېښته کې اسانتیا نه ده ورکړې؟


دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي دپاکستاني طالبانو دتحریک د ویاند احسان الله احسان تښتېدنه دحکومت دنااهلۍ،ناکامۍ یا سازباز یوه بله بېلګه ده اؤ حکومت ته به په جواب ورکول وي چې پخپله خو یې داحسان الله احسان په تېښته کې اسانتیا نه ده برابر کړې ؟

تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ په پارلیمان کې هم دپښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ پوښتنې راولاړې کړې وې چې احسان الله احسان په کومه مقدمه کې نیول شوی و او هغه کوم عدالت ته پېش کړی شوی او بله دا چې هغه په کوم جېل کې ساتلی شوی و؟

خو تر اوسه دپاکستان حکومت یا پوځ لا داحسان الله احسان دتښتېدو په اړه خپل کوم غوڅ دریځ مخې ته نه دی راوړی اؤ په دې هکله یې ځان غلی ساتلی دی.

بلاول بوټو زرداري د حکومت په مخاطب کولو سره ویلي “تاسو دهیواد پخوانی صدر(اصف زرداري) زندان ته اچولی شئ خو احسان الله احسان په زندان کې نه ساتئ”

نوموړي زیاته کړې په کوم تن چې په دای پي ایس دپېښې اؤ په ملاله یوسفزئ د برید تورونه دي هغه څنګه له هیواده وتښتېدو؟

ددې ترڅنګ د دوشنبې په ورځ دپاکستان په قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ کې هم داحسان الله احسان دتښتېدو په اړوند پوښتنې راولاړې شوې وې اؤ‌ دحکومت نه ځواب غوښتل شوی ؤ چې هغه څنګه له هیواده تښتېدلی دی.

دمسلم لیګ نواز ګوند سنیټر مشاهدالله خان دسینیټ غونډې ته خپله وینا کې ویلي وؤ کوم تن چې دارمي پبلک سکول په سوؤنو ماشومانو وژلي هغه له هیواده ووتلو، حکومت ته به په ډاګه کول وي چې هغه څنګه وتښتیدو؟

دجماعت اسلامي سنیټیر مشتاق احمد دعوه کړ چې د ای پي‌ ایس د ماشومانو قاتل احسان الله احسان په ترکي کې د عیش اؤ ارام ژوند تیروي اؤ دلته فواد چوهدري وایي چې سرعام تیزندي ظالمانه عمل دی.

د دې تر څنگ، د گل/دوشنبې په ورځ د سنېټ د کورنیو چارو کیمټې کې هم دا معامله پورته کړل شوې ده او د کمیټۍ رحمن ملک د احسان الله احسان له حکومتي تحویل څخه د تښتېدو په اړه، د کورنیو چارو د وزارت څخه سپیناوی غوښتلی دی.

سنېټر رحمن ملک په دې برخه کې د کورنیو چارو له وزارت څخه په درېیو ورځو کې دننه، جواب غوښتلی دی.

درې ورځې مخکې پر سوشل مېډیا باندې خپور شوي یو پیغام کې یو تن ځان د احسان الله احسان په نامه پېژندو، او پخپل پیغام کې یې د تښتېدو دعوه کوله.

د پاکستان پوځ د کال ٢٠١٧ د اپریل په میاشت کې دا خبره منلې وه چې د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان، د هېواد امنیتي ادارو ته تسلیم شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG