لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:ځانمرګي برید کې دعسکرو په ګډون پینځه کسان وژل شوي،۱۲ژوبل


دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي دکابل ښار په قمبر څلور لاري کې دسه شنبې په سهار یو ځانمرګي برید شوی چې پکې دامنیتي عسکرو په ګډون پینځه کسان وژل شوي اؤ ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي دافغانستان بیلابیلو رسنیو ته ویلي دا یو ځانمرګي برید ؤ اؤ ځانمرګي تن ځان د مارشال محمد فهیم قسیم نظامي پوهنتون ته نږدې قمبر څلور لارې سیمه کې الوځولی دی.

هغه پخلی کړی چې په وژل شوؤ کسانو کې درې درې امنیتي عسکر اؤ دوه عام کسان شامل دي خو وایي د اوو عسکرو په ګډون دې ځانمرګي برید کې ۱۲کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج دپاره روغتون ته رسول شوي دي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې افغانستان کې په امنیتي ځواکونو د شوؤ زیاترو بریدونو مسولیت طالبانو قبول کړی دی.

تر دې وړاندې تیرکال دمئ په میاشت کې هم قمبرڅلور لارې کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې شپږ تنه وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل وؤ.

په افغانستان کې دبمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو دا لړۍ په داسې مهال دوامداره ده چې امریکې طالبانو سره دتیر یو کال راهسې دسولې خبرې پیل کړي اؤ دواړه خواوې دعوه کوي چې دسولې یو غوڅ تړون ته نزدې شوي دي.

مطبوعاتي راپورونه وایي اوړمه ورځ هم افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې دطالبانو دسیاسي چارو مشر ملاعبدالغني برادر اؤ نورو مشرانو سره لیدلي اؤ ورسره یې په افغان سوله خبرې اترې کړي دي.

امریکا له طالبانو پرله پسې غوښتنې کوي چې افغانستان کې باید د تشدد کچه راټیټه کړي خو طالبان دریځ لري چې دتشدد کمولو دپاره به لمړی امریکا ته خپل ځواکونه له افغانستان څخه ویستل و

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG