لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهسوار دوه کاله وروسته بیا سندرو ته د راوتلو اعلان کړی


دپښتو وتلي ځوان سندرغاړي شاهسوار چې ددین دتبلیغ له امله یې د سندرو نه لاس اخستی ؤ‌ یو ځل بیا یې اعلان کړی چې په سندرو سر دوباره پیل کوي .

د نهې په ورځ امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ښاغلي شاهسوار وویل دوه کاله یې د تبلیغ په کار کې تیر کړل اؤ خپل ټول هنري فعالیتونه یې شاته غورځولي وؤ ، خو افسوس کوي چې په دې دوؤ کالو کې نه حکومت،نه دتبلیغ ملګرو اؤ نه عامو خلکو دهغه پوښتنه وکړه.

شاهسوار وایي هغه یو هنرمند دی خو ددې ترڅنګ د دوؤ اولادونو پلار هم دی اؤ ددغه اولادونو دپالنې اؤ پرورش دپاره اړ دی چې دنیاوي چارې هم دخپل توان اؤ دالله له لوري د ورکړل شوي صلاحیت په اساس په مخکې بوځي.

شاهسوار به اوس څه رقم سندرې وایي ؟

شاهسوار وویل اوس به سر دوباره سندرې وایي خو داځل به یې د سندرو معیار جلا وي اؤ دغوره معیاري کلامونو ترڅنګ به صوفیانه کلامونو ویلو ته ارزښت ورکوي.

کله چې مو له شاهسوار وپوښتل ایا فلمونو ته به هم سندرې وایې اؤ یا به لکه دتیرو وختونو په څیر بیا هم پخپله فلمونو کې د هیرو په توګه کار کوې ؟ هغه وویل نا فلمونو کې پخپله کار هم نه کووم اؤ سندرې ورته هم نه وایم ځکه چې فلمونو کې فحاشي وي اؤ زه نه غواړم د فحاشۍ برخه جوړه شم.

ښاغلي شاهسوار د سندرو نړۍ ته دبیا راوتلو اعلان په ټولنیزه رسنۍ فیس بک هم د یوې ویډیو دلارې کړی دی چې ډیرو خلکو دهغه ددې اعلان ستائنه کړې ده خو یو شمیر خلکو پرې ملامتیا هم ویلې ده.

شاهسوار وویل ددین دتبلیغ نه هم لاس نه اخلي اؤ هغې ته به هم خپل وخت ورکوي خو ددین سره سره به سندرې هم وایي اؤ دکلتور دلارې به دخپل ولس اؤ ژبې خدمت هم کوي.

دشاهسوار تړاؤ دخیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې سره دې اؤ هغه تر ۱۱م ټولګي زده کړي دي.

پخپل هنري ژوند کې هغه په زرګونو سندرې ویلي اؤ دګڼ شمیر سندریزو البمونو ریکارډ کولو ترڅنګ یې دپښتو څو فلمونو کې د هیرو په توګه هم کار کړی دی.

دپښتو کوم هنرمندان د تبلیغ له امله دهنري نړۍ نه وتلي؟

دشاهسوار نه مخکې هم د پښتو ګڼ شمیر نورو هنرمندانو د دین د تبلیغ له امله د هنر دنړۍ نه لاس اخستی چې هغوئ کې سندرغاړی شاز خان، سندرغاړی شهنشاه باچا،دپښتو فلمونو تکړه ولن نعمت سرحدي اؤ دفلمونو وتلی ټوقمار ارواښاد لیاقت میجر شامل دي.

نور بادشاده یوسفزی چې د ټولنیزو رسنیو یو وتلی فعال دی هنري نړۍ ته دشاهسوار په بیا راتګ پخپله فیس بک پاڼه لیکلي مونږ شاهسوار ته وايو, چې خپل د فن ميدان ته په جار راځه, اداکاري يا سندرې وئيل هم د بينک د منيجر يا د استاذ, ډاکټر انجنير پايلټ پشان يو رقم وظيفه يا دنده ده”

هغه وایي اسلام زمونږ دين دی اؤ د خپل هنر کار روزګار سره سره به خپل دين هم کوؤ او خپل رزق به هم ګټو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG