لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د منظور پشتين د نيولو پرضد او خوشي کولو دپاره د احتجاجي جلسې اعلان وکړو


پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل بنديوان کړی شوي مشر منظور پشتين د نيولو پرضد او د هغه د خوشي کېدو دپاره په ۱۶م فرورۍ په ډېره اسماعيل خان کې د احتجاجي جلسې اعلان وکړو.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، په پېښور کې د پي ټي اېم د کور کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې په ۱۶م فرورۍ به د ډېره اسماعيل خان په حق نواز پارک کې د منظور پشين د نيولو پرضد او د هغه د خوشي کېدو دپاره احتجاجي جلسه کوي.

هغه وويل دوی د مارچ په لمړۍ نېټه په چارسده کې هم د جلسې کولو پرېکړه کړې ده.

منظور پشتين د ۲۶م او ۲۷م جنورۍ په منځنۍ شپه کې د پېښور پوليسو نيولی ؤ. د پېښور پوليسو ویلي ؤ په منظور پشتين په ډېره اسماعيل خان کې مقدمه درج شوې چې هغه یوې دستورې په وېنا کې د ائین د نه منلو او رياست پرضد خبرې کړې وې په دغه مقدمه کې نيول شوی ؤ.

پشتين دا وخت د ډېره اسماعيل خان په زندان کې دی، د نوموړي په درېو مقدمو کې ضمانت منظور شوی او وکیلان يې وایي په دوه نورو مقدمو کې د ضمانت په خواست اورېدنې کيږي.

اېمنسټي انټرنيشنل، په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياسي ګوندونو او مدني ټولنې د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

په پي ټي اېم د پوځ او تحریک انصاف د حکومت تورونه

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرل اصف غفور په پي ټي اېم د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګولي او دغه ډول وزیراعظم عمران خان هم د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم د نوم اخيستو پرته د پوځي وياند تورونه تکرار کړي وو.

خو منظور پشتين دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ په دوی د پېسو اخیستو د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي.

منظور پشتين د جلسو جلوسونو سره وخت په وخت د فېس بک د لارې په خپلو وېناګانو کې بيا بيا دغه خبره تکرار کړې چې پي ټي اېم په پرامنه ډول او د عدم تشدد د لارې د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ائین او قانون لاندې مبارزه کوي.

پي ټي اېم د بې درکه خلکو عدالتونو ته د وړاندې کولو، د نقيب مسيد په مقدمه کې د انصاف، په پښتنو سيمو کې د هدفي وژنود مخنيوي، په قبايلي ضلعو کې د کومې بدې پېښې وروسته د ګرځبنديز نه لګولو، په پوځي چيک پوسټونو د خلکو سره د سمې رويو ساتلو او وزيرستان کې د ښخو ماينونو پاکولوغوښتنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG