لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو بل کمانډر وژل شوی


د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د حکيم الله مسيد ډلې مشر شهریار مسيد د افغانستان په کونړ کې په يوه چاؤدنه کې وژل شوی دی.

د نصرت الله نصرت په نوم تن چې ځان يې د حکيم الله مسيد ډلې وياند معرفي کړی د شهريار مسيد د وژنې يې ويلي دي، او د هغه په ځای يې د نوي مشر ولي محمد (عمري) د ټاکنې ويلي دي.

راپورونه وايي د شهريار مسيد په ګاډي چاؤدنه شوې او هغه پکې وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم په کونړ کې د امریکا په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ. فضل الله د کال ۲۰۱۸ د جون په مياشت کې په هدف کړی شوی ؤ.

څو ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو ويلي د دوی دوه مهم کمانډران په کابل کې وژل شوي دي.

محمد خراساني چې ځان د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند ګڼي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې يې دعوه کړې چې د دې ډلې دوه مهم کسان شیخ خالد حقاني او قاري سیف پېښوری د جنورۍ په ۳۱مه په کابل کې امریکایي ځواکونو وژلي دي.

پاکستاني طالبانو ته نزدې سرچینو دا هم منلې چې وایي کېدی شي دغه دوه مشران یې د پاکستان د استخباراتي ادارو ګومارل شویو وسلوالو وژلي وي.

د خالد حقاني د وژنې په اړوند افغان او پاکستاني چارواکو څه نه ؤ ويلي.

شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو د رهبري شورا مهم مشر او د دې تحریک پخوانی مرستیال مشر ګڼل کېږي او سیف پېښوری هم د دې ډلې مهم قومندان ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG