لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د ابادۍ د مخنيوي اداره د مانع حمل دوايانو او نورو توکيو د کمي سره مخ ده


د ابادۍ دپاره د صحت نړيوالې ادارې (يو اېن اېف پي ای) اندېښنه څرګنده کړې چې د خېبرپښتونخوا د ابادۍ د مخنيوي، ښېګړې او صحت د ادارو سره د خانداني منصوبه بندۍ دپاره پکار دوايانې نشته او د ابادۍ د زياتوالي د مخنيوي په لړ کې ورته چېلنجونه دي.

په خېبرپښتونخوا کې د نړيوالې ادارې تکنيکي مرستیال ډاکټر رفيق وايي، په خېبرپښتونخوا کې په دغه لړ کې د مايوسۍ حالات دي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د نور پاکستان ابادي چې په ۳۰ کالو کې دوه چنده سېوا کيږي د خېبرپښتونخوا ابادي به په ۲۴ کالو کې دوه چنده زياتيږي، دوی ته مونږ کنډومز اغستي دي، په پاکستان کې دا جوړېدی شي او دا ډېره د ويرې خبره ده چې په دې وخت کې د محکمه صحت سره د تېر يو کال راهسې د خانداني منصوبه بندۍ دوايانې نشته او د دې نه پرته پروګرام چلولو تشې خبرې دي".

د خېبرپښتونخوا صوبې اړونده ادارې چارواکي هم مني چې دوی د سامان کمي سره مخ دي خو د محکمې دپاره د حکومت صلاح کار احمدحسېن شاه وايي دا دوايانې د هند او برازيل نه راځي، د برازيل دوايانې ګرانه بيه او د هند سره د دغو دوايانو تجارت په وروستيو کې ختم کړی شوی دی.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، دوی د دغو دوایانو د هند څخه راغوښتو دپاره د پاکستان صدر نه د ځانګړي اجازت غوښتنه کړې ده.

"مونږ د بهر نه کنډوم راغواړو، د برازيل هغه ګران دي مونږ تل د هند کنډوم کارؤ او ما د پاکستان صدر ته خواست کړی دی چې په دغه بندېز کې نرمي راولي".

پوهان وايي پاکستان د ابادۍ د زياتوالي د مخنيوي دپاره د نړۍ سره وخت په وخت په شوؤ ژمنو کې هم پاتې راغلی دی.

د خانداني منصوبه بندۍ دپاره کار کوونکې راهنما نومې ادارې ملکي مشر سېد کمال شاه وايي پاکستان د لندن کال ۲۰۰۲ په غونډه کې ژمنه کړې وه چې د کال ۲۰۲۰ پورې به په واده شوؤ جوړو کې د مانع حمل دوايانو کارولو د چلند شرح به ۵۵ فيصدو ته رسوي.

"په اول کې په ۲۰۱۲م کې چې مونږ د لندن غونډې ته لاړو نو مونږ ويلي ؤ چې دا به ۵۵ فيصده ته رسوؤ بيا ورته مونږ وويل چې په ۲۰۲۰ کې به يې ۵۰ فيصده ته رسوؤ، او که اوس مونږ په تکنيکي توګه وګورو نو مونږ هم په هغه ځای ولاړ يو په کوم ځای چې مونږ په ۲۰۱۲ کې ولاړ يو نو د ټولو نه اول حکومت له پکارده چې کلېنکونه خلاص کړي طريقې وښايي".

په کال ۲۰۱۸م کې د زياتېدونکې بې درېغه ابادۍ په اړه د سپريم کورټ د خپل ځاني خبر اخيستو وروسته اوسني مرکزي او صوبايي حکومتونو ګامونه هم پورته کړي دي.

ملګري ملتونه وایي ابادۍ ته مانع حمل دوايانې رسول او په دغه اړه کره ګامونه پورته داسې ستونزې دي چې حکومتونو او ادارو ته پکې ډېر کار کول پکار دي. او که داسې نه وي په خېبرپښتونخوا کې به په راتلونکو ۲۴ کلونو کې د ابادۍ شمېره شپږ کروړه سرونو ته ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG