لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د رېډيو د لارې مو پوهه ترلاسه کړه د نړۍ نه خبر شو، د رېډېو اورېدونکې رڼا وزیر


د رېډيو په نړیواله ورځ د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکې مېرمنې وايي د دوی دپاره رېډيو اوس هم د نړۍ د پېژندګلو او د سيمې او نړۍ په حالاتو د خبرېدو او پوهې ترلاسه کولو يواځينۍ سرچينه ده.

نن د رېډیو نړيواله ورځ نمانځل کيږي.

د جنوبي وزيرستان د واڼه سيمې سره تعلق لرونکې مېرمن رڼا وزیر وايي، سهار د پاڅېدو سره سم رېډيو روانوي چې د نړۍ نه خبر شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې رڼا وويل،"سهار چې پاڅو ناشته تیارؤ،غوجل ته ځو يا غوا لوشو يا د کور نور کارونه کوو رېډيو راته لګېدلی وي او د نړۍ د ګوت ګوټ تازه مالومات پرې ترلاسه کوو".

مېرمن وزير وايي "که څه هم تعليمي زده کړې يې نه دي ترلاسه کړي خو د رېډيو د لارې يې د زنانوؤ د حقونو او تعليم په اړه پوهه ترلاسه کړې ده، د دې نه وړاندې زمونږ د نړۍ په اړه بدل نظر ؤ اوس راته د رېډيو د لارې مالومه شوه چې په نړۍ کې نور ملکونه دي او هلته د ښځو په اړه څنګه رويه ساتل کيږي اوس خبر شو".

هغې وويل په سيمه کې زياتره ښځې رېډيو اوري او بيا چې د يو بل سره کښېني په رېډيو په اورېدلو موضوعاتو بيا بحثونه کوي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ژورنالسټ فاروق مسيد وايي، په قبايلي ضلعو کې رېډيو د مالوماتو ترلاسه کولو يواځينۍ سرچينه ده،په دغو سيمو کې نه بجلي نشته نن ټيلي ويژن او نه اخبار شته او د انټرنېټ رسايي هم نشته.

"د رېډيو لارې څوک نه شي بندولی ځکه دغلته اورېدل کيږي، او خلک يې زيات ځکه اوري د دغو خلکو په خپله پښتو ژبه کې ورته د رېډيو خپرونې چليږي او چې په کور کې يو تن هم رېډيو اورې بيا ورته ټول ټبر غوږ اېښودی وي".

مسيد زياتوي که په قبايلي ضلعو کې بجلي او ټيلي ويژن په ځينو سيمو کې شته هم نو هلته بيا علاقايي کلتوري مسلې وي چې په ټيلي ويژن ډېر څيزونه خلک نه ګوري خو رېډيو بيا داسې دی چې د کور لوی، واړه، ښځې او نر يې په شريکه اورېدی شي ځکه په دغو سيمو کې رېډيو اوس هم ډېر د ارزښت وړ رسنۍ ده.

د رېډيو پاکستان يو پخوانی مشر لياقت سیماب وايي په اوسنيو حالاتو کې د رېډيو ډېر ارزښت دی که په ملک کې بدامني ده، اقتصادي مشکلات دي خو رېډيو دا وخت د نورو رسنيو په پرتله زيات اورېدونکي لري.

"هغه وايي د رېډيو د لارې په کاروبار، زراعت، تعليم او نړيوال سياست په اړه نېغ په نېغه مالومات خلکو ته رسولی شي چې په خلکو کې شعور پېدا کړي".

نوموړی وايي رېډيو اوس هم د نورو رسنيو په پرتله ارزان بيه او په اسانۍ سره ترلاسه کېدونکې سرچينه ده، لکه انټرنېټ او د موبايل سروس بيا پېسې غواړي، دغه رنګ ورځپاڼې ګرانې دي او بجلي او ټيلي ويژن په لرې پرتو علاقو کې لا ډېر ګران کار دی، ځکه رېډيو بيا خلک ډېر خوښوي.

پوهان وايي داسې نه ده چې رېډيو يواځې په قبايلي ضلعو او د خېبرپښتونخوا ترڅنګ د پاکستان او افغانستان په غرئيزو لرې پرتو ضلعو کې اورېدل کیږي بلکې دا رسنۍ اوس هم د نړۍ په پرمخ تللو هېوادونو کې اورېدل کيږي او د لارې يې خلک مالومات ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG