لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زیارت اؤ هرنایي په ځنګلونو لګیدلی اور نور خپور شوی


دبلوچستان ایالت د زیارت او هرنايي د زيتون او اوبښتو(صنوبر) په ځنګلونو د تیرو درېوؤ ورځو راهسې لګیدلی اور قابو نکړل شو اؤ دسیمې خلک وایي چې دغه اور نور هم خپور شوی دی.

ځايي چارواکي وايي د اور وژنې هڅې روانې دي خو د اور وژلو دپاره وسیلې په لاس کې نه لري يوازي د ليويز ځواک سرتيري او د ځنګلاتو د محکمې څو مامورین د اور مړه کولو په عمل بوخت دي ۔

دسیمې اوسیدونکو امریکا غږ ډیوه ته ویلي اور دومره زيات دی چې لوګي او د اور لمبې تر ۱۰ کلو ميتره له ليرې ښکاري.

دغه اور چې د تیرو درېوؤ ورځو راهسې د زیارت اؤ هرنایي په تاریخي ځنګلونو لګیدلی دسیمې دخلکو د وینا له مخې اوس پر څو ایکړ‎ہ ځمکه خپور شوی دی .

د هرنائي مرستيال کمشنر عظیم جان ډیوہ ته وویل چې د ھرنایي ضلعې په شاهرڰ سیمه کې د خلافت په نامه د غره په سویلي اړخ او د زیارت د اوبښتو (صنوبر) په ځنڰل کې درې ځايه اورونه لڰېدلی دي چې د قابو کولو هڅې يې روانې دي ۔

د مرستيال کمشنر په وينا "دا لا معلومه نه ده چې اور ولې لګېدلی خو د تيزو بادونو له امله نور هم خپور سوی دی"

هغه وویل "موږ د زیارت ضلعې او د ځنګلونو د ايالتي محکمې له چارواکو سره اړیکې نیولي چې هغوئ مرستې راسره وکړي او د اور وژنې هڅې ګړندۍ کړو"

ښاغلي زياته کړه چې د اور د وژلو لپاره ورسره هیڅ قسم ماشينونه او اسانتیاوې نه نشته

د شاهرګ د کمېټې پخواني رییس او د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر ملک محمد زمان ترین په وينا دا اور له تیرو دریو ورځو راهیسې لګیدلی، خو اوس د زيات او تيز باد له امله نور هم خپور شوی دی

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د اور لمبې دومره لوړې دي چې د۱۰کلو میټره واټن څخه هم په نظر راځي‌.

په زیارت اؤ هرنایي کې د زیتونو اؤ صنوبرو ځنګلونه یوه تاریخي بڼه لري اؤ دځنګلونو دمحکمې چارواکي وایي پر دغو ځنګلونو کې د زرګونو کالو زړې یا پخوانۍ ونې اوس هم شته

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG