د پاکستان په سيند صوبه کې د ډزو په دوه پېښو کې د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکې د اسمبلۍ يوه ښځينه غړې او د عوامي نيشنل ګوند پخوانی مرکزي غړی وژل شوي دي.
د سيند صوبې د نوشهره فيروز ضلعې پوليس مشر (اېس اېس پي) ډاکټر فاورق اعوان خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، د سيند اسمبلۍ غړې شهناز انصاري د ځمکې په يوه شخړه کې وژل شوې ده.
د ځايي ميډيا ترمخه انصاري څو ډزه لګېدلې او روغتون ته د وړلو نه وړاندې يې ساه ورکړې ده.
پوليس ويلي د پېښې وروسته يې علاقه په ګېره کې اخيستې او څو مشکوک کسان يې هم نيولي دي.
د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پېښې غندنه کړې او د پېښې د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.
په سيند صوبه کې د پيپلز ګوند حکومت دی او وزیراعلی مرادعلي شاه پوليس ته لارښوونه کړې چې په سمدستي ډول د پېښې په اړه رپوټ وړاندې کړي.
شهناز انصاري د کال ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې د پيپلز ګوند د ښځو په خصوصي څوکۍ د سيند اسمبلۍ غړې جوړه کړی شوې وه.
د ډزو بله د کراچۍ ښار د بلديه ټاؤن د سعيداباد پوليس تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې او د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ پخوانی غړی ظفرالله خان د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوی دی، خان کاروباري شخصيت او د کراچۍ په کلفټن علاقه کې مېشته ؤ.
د سعيداباد پوليس تاڼې محرر شفيق وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د پېښې په اړه ويلي په دوه موټر سايکلو سواره څلور کسان راغلي د خان نه يې موبايل اخيستی بيا يې پرې ډزې کړي او څلور ډزه يې ويشتی او وژل شوی دی.
شفيق زياته کړه ډزې کوونکې د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي او دوی پلټنې پېل کړي دي.
د ظفر الله خان ورور سيد محمود افريدی چې د کراچۍ ټرانسپورټ اتحاديې عمومي سېکتر دی وايي، د خان سره یې زوی او بل ملګری هم په ګاډي کې ناست ؤ خو هغوی په پېښه کې روغ پاتې شوي دي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د دوی د چا سره دښمني نشته او پوليس ورته ویلي چې غلو په ظفرالله خان ډزې کړي او وژلی يې دی.
د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې عمومي سېکتر يونس بونېری وايي، په کال ۲۰۱۴م کې د ظفر الله خوريی سېف الله خان چې د ای اېن پي د کراچۍ ښار د لویديځې ضلعې مشر ؤ هم په ډزو وژل شوی ؤ.
د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد د ظفرالله خان د وژنې غندنه کړې او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.
په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م راهسې د شرخوښو وران کارو، هدفي وژونکو، قلنګ اخيستونکو او په نورو جرمونو کې د ککړو پرضد د نيم پوځي ځواک رېنجرو او پوليس عمليات دوام لري.
چارواکي ادعا کوي چې په ښار کې امنيت په ځای کړی شوی خو په ښار کې بيا هم وخت په وخت د وژنو ترڅنګ د نورو جرمونو پېښې رامنځته کيږي.