لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهسوار وایي زه خیرات نه غواړم،که مرستې کوئ د احمدګل اؤ زرڅانګې په څېر بې وزله هنرمندانو سره یې وکړئ


سندرغاړي شاهسوار دوباره دهنر میدان ته د راتلو له اعلان وروسته په هغه کیدونکې نیوکې بې اساسه بللې دي اؤ ویلي یې دي هغه کله هم تبلیغ ته د وخت ورکولو نه انکار نه دی کړی بلکې غواړي چې ددین سره،سره خپلو اولادونو دپاره کار روزګار هم دسندرو په شکل کې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو خپله یوه تازه ویډیو کې دغه زلمي سندرغاړي په هاغو خلکو هم کلکې نیوکې کړي چې شاهسوار ته "وایي مونږ پیسې درکوؤ خو بیا سندرو ته مه راځه"

د شاهسوار په وینا” زه څه سوال خیرات نه غواړم چې تاسو ماته دپیسو افرونه کوئ،که په رښتیا دغه پیسې ورکول غواړئ نو زمونږ ډیر هنرمندان د بې وسۍ ژوند کوي، هغوئ سره مرستې وکړئ”

سندرغاړي شاهسوار دمذهب تبلیغ ته د وخت ورکولو له امله دتیرو دوؤ کالو راهسې سندرې پرېښودې وې خو تیره اوونۍ بیا په ټولنیزو رسنیو راښکاره شو اؤ وئ ویل هغه اوس غواړي یو ځل بیا سندرې پیل کړي.

دشاهسوار په دغه اعلان په ټولنیزو رسنیو په سوونو خلکو هغه ته سپکې سپورې وویلې اؤ حتی ځینو پکې ورته د پیسو ورکولو وړاندیزونه په دې موخه وکړل چې باید دمذهب دتبلیغ نه لاس وانه خلي.

خو شاهسوار وایي هغه هیڅکله دمذهب دتبلیغ نه لاس نه دی اخستی بلکې غواړي د دین د تبلیغ ترڅنګ ددنیا چارې هم وکړي.

شاهسوار وایي نن چې کوم خلک هغه ته دپیسو ورکولو افرونه کوي نو هغوئ ته هغه بې وزله پښتانه هنرمندان،شاعران، لیکوالان یا تبلیغیان ولې نه ښکاري چې مرستو ته اړتیا لري.

د شاهسوار په وینا “زه خو ډیر وړوکی فنکار یم ، احمد ګل استاد څومره لویې فنکار دی،تاسو دا مرستې هغه سره ولې نه کوئ، زرڅانګه په خیمه کې ژوند کوي، داپیسې هغې ته ولې نه ورکوئ،هدایت الله استاد مړ کیدلو خو چا ورسره مرستې نه کولې، خو چې مړ شو نو په درناوي کې یې غونډه راجوړه شوه”

هغه په ځان پسې کنځلو کوونکو پښتنو ته ویلي چې “تاسو یو خوا دمسلمانۍ دعوې کوئ اؤ بلخوا زما خور،مور کنځئ چې دا هیڅکله د نبي کریم (ص) اخلاق نه دي ”

دپښتو یو بل پخواني سندرغاړي ښاغلي شاز خان چې هغه هم د مذهب دتبلیغ له امله دسندرو نه لاس اخستی ، شاهسوار پسې په سوشل میډيا په ویل کیدونکو سپکو سپورو افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي پښتون یا مسلمان کله هم د چا کورنۍ ته کنځلې نه شي کولی.

پخپله یوه تازه ویډیو کې چې په یوټیوب خپره شوې ده شاز خان وایي "دا تاسو چې څه کوئ،دا ډیر غلط کار دی، داسې بیخي نه ده پکار چې تاسو هغه(شاهسوار) له خور، مور یوه کړه ،دا دمسلمان یا دپښتون شان نه دی"

هغه ویلي شاهسوار لا زلمی دی اؤ کیدای شي هغه تیروتلی وي خو دیوې دتیروتنې ځواب چا له په دې شکل ورکول هیڅکله یو مناسب عمل نه دی.

شاهسوار وایي هغه چې تیرو وختونو کې څنګه سندرې ویلې یا یې په فلمونو اؤ سټیج په کوم انداز کار کولو اوس به بیخي هغسې نه کوي اؤ یوازې معیاري اؤ صوفیانه کلامونه به وایي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG