په چين کې د کرونا وايرس څخه د ۷۰ زرو نه زيات خلک اغېزمن شوي او د دغه وايرس له امله د مړو شمېره ۱۸۰۰ ته رسېدلې ده.
د چين هوبي صوبه چې د کرونا وايرس مرکز ګڼلی شي او د دغه صوبې څخه دا وايرس خواره شوي دي ۱۰۰ نور کسان پکې د وايرس له امله مړه شوي او ورسره دا شمېره ۱۸۰۰ ته رسېدلې ده.
د چين نه بهر هم د کرونا وايرس له امله پينځه تنه مړه شوي، د چين نه بهر په فرانس، هانګ کانګ، جاپان، فلپاين او تائيوان کې هم يو، يو تن د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.
په چین کې د اتوار د ورځې د کرونا وايرس څخه د رپوټ شوؤ شمېره سېوا ده خو د جمعې او خالي د ورځې د شمېرې څخه کمه ده.
د چين چارواکو ويلي دا ښه علامت دی چې په چين کې د کرونا وايرس په قابو کې دي.
خو د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټيډروس اېډهېنم د اتوار، يکشنبې په ورځ په ټويټر ويلي، دا ممکنه نه ده چې وويل شي چې دا وبا به کومې مخې ته ځي.
د چين صدر شي ژين پينګ په وروستيو کې ويلي چې د کرونا وايرس له امله د مخنیوي دپاره دې نور کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
راپورونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.
که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرس له امله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.
چین په وهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.