لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې د چاؤدنې پرضد کاربنديز کړی


پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوټه کې د شوې چاؤدنې پرضد نن د نهې، سه شنبې په ورځ په کوټه ښار کې کاربنديز کړی دی، په کوټه کې پرون يو ځانمرګی بريد شوی چې اووه تنه پکې وژل شوي او ۳۰ ته نزدې نور پکې ژوبل شوي وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، د بلوچستان صوبايي حکومت عام اولس ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دی ځکه دوی احتجاجا نن کاربنديز اعلان کړی او د دغه پېښې غندنه کوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې کاکړ وويل، دغه ډول پېښې کېدل د اسلام اباد د غلطو پاليسيانو نتيجه ده، حکومت او ادارې که په هر چا الزام لګوي دا د ځان خلاصولو بهانه ده که هر څوک په دې پېښو کې ککړ وي د امنيت په ځای کول او د داسې پېښو مخنيوی کول د ادارو کار دی.

حکومت او ادارې بايد اولس ته ځواب اووايي چې داسې پېښې بيا بيا ولې کيږي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کاربنديز په مهال د کوټې بازارونه تړلي پراته دي او په سړکونو د ګاډو چلند هم کم دی.

د ياد ګوند د کاربنديز مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، جمعيت علمااسلام ف، جماعت اسلامي، نيشنل پارټۍ او قومي وطن پارټۍ او د سوداګرو اتحاديې ملاتړ کړی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د پروني بريد پرضد نن د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

په کوټه کې د بشري حقونو فعال شمس مندوخېل وايي، ژوند د هر انسان بنیادي حق دی او د ملک د وګړي ژوند خوندي ساتل د رياست زمه واري ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، يو وار بيا داسې ښکاري چې په دې سیمه کې بيا د ترهګرۍ اور ته لمن وهلی کيږي.

هغه زياته کړه چې حکومت او امنيتي ادارې دې د داسې پېښو د مخنيوي دپاره جدي ګامونه واخلي، نور دې د انسانانو ژوند خوندي کړي.

هغه پوښتنه وکړه چې د کوټې په ښار کې لس ځايه تلاشياني کيږي بيا سوال دا راپورته کيږي چې ترهګر څنګه ښار ته راشي او خپل هدف ته ورسي.

د کوټې ډي ايي جي عبدالرزاق چيمه ويلي پرونۍ پېښه ځانمرګی برید ؤ.

د کوټې سېول روغتون وياند وسيم بېګ ويلي د چاؤدنې د ځای څخه د اووه تنو جسدونه مړي او د ۳۰ پورې ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوي وو.

هغه ويلي په ژوبلو کې د پينځه ؤ تنو روغتيايي حالت مرګونی دی.

بل لور ته د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزیر ضيا لانګو د پېښې غندنه کړې او د تېر په څېر يې تور په هندوستان لګولی چې د دې بريد په شا د هند لاس دی.

هغه ويلي په صوبه کې امنيتي ادارې هر وخت چمتو وي او د امنيت په ځای ساتلو پوره هڅې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG