لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ۶۰۰کلو میټره پورې دهدف ویشتونکي رعد۲ میزائیل ازموئنه کړې ده


پاکستان د رعد۲ په نوم دیو بل کروز توغندي ازموئنه کړې چې دپوځ د وینا ترمخه دا توغندی د۶۰۰ؤ کلو میټرو په واټن په زمکه اؤ سمندر کې خپل هدف په اسانۍ سره ویشتلی شي.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو لنډ بیان کې ویلي چې دې توغندي کې دلارښوونې اؤ هدف ویشتنې عصري نظام لګول شوی اؤ ازموئنه یې په بریالیتوب سره ترسره شوې ده.

تر دې وړاندې تیرکال داګست په میاشت کې هند سره دکشمیر پسر د روان تاؤتریخوالي په جریان کې پاکستان د زمکې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي “غزنوي” بریالۍ ازموئنه کړې وه.

ددغه توغندي له ازموئنې وروسته دپاکستان پوځ ویلي وؤ غزنوي توغنددی ۲۹۰کلومیټره پورې په زمکه خپل هدف په نخښه کولی شي.

همدغه شان پروسکال دمئ میاشت کې پاکستان زمکې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي شاهین ۲بریالۍ ازموئنه هم کړې وه اؤ پوځ ویلي وؤ چې دا میزائیل د ۱۵۰۰ کلو میټره نه زیاتې فاصلې پورې داټومې اؤ روایتي دواړو وسلو د وړلو توان لري.

دغریبۍ اؤ‌ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

پاکستان چې دا مهال دبهرنیو پورونو له امله په سختو معاشي بحرانونو کې ګیر دی، تیر کال یې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دشپږو اربو ډالرو د پور یو تړون کړی دی اؤ ددغه تړون نه راپدیخوا پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دواړه ګاونډي هیوادونه د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG