لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په وسله وال بريد کې د اېف سي ځواک پينځه پاکستاني سرتيري وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان ايالت په ضلع کېچ کې د اېف سي ځواک په پوسته د نامالومو وسله والو په ډزو کې پينځه سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

په تربت کې د امنیتي ځواکونو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوہ ته وویل چې د ایران پولې ته نزدې د بلوچستان د کېچ ضلعې د بلنګور سیمې څخه شاوخوا ۲۵ کيلوميټره لرې په ګټي کور کې د فرنټېر کور (ایف سي) بلوچستان په یوه پوسته نامعلومه وسلوالو برید کړی دی.

چارواکي وايي دا پېښه تېر ماښام شوې ده. د دې خبر خپرېدو د وخته پورې د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د دغه چارواکي په وینا وسله والو له بیلابیلو خواو څخه په وړو وسلو ډزې کړي دي.

هغه وويل د اېف سي ځواک سرتیرو هم ځوابي ډزې کړې، خو د وسلوالو په برید کې د اېف سي پنځه سرتیري وژل شوي دي.

د سرچینو لمخه په وژل شوو سرتیرو کې نایک سرور خان ، لانس نائک الیاس خان ، لانس نائک نقیب الله ، لانس نائیک عبدالله او سرتیري ضیاالرحمن شامل دي، په ډزو کې درې سرتیري ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د ډزو تبادله د څو ساعتونو لپاره دوام درلود او بريد کوونکو بيا د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا د برید کونکو د لټون دپاره په یادہ سیمه کې عملیات روان دي.

د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان ایالت دغه او دې ته نزدې سیمې له تیرو څو کالو راهیسې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسله والو سازمانونو مرکز ګڼل کيږي. له دې وړاندې هم دلته پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي.

د بلوچستان په کېچ علاقه کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د ګل، دوشنبې په ورځ په کوټه کې يو ځانمرګی بريد هم شوی اووه تنه پکې وژل شوي او د ۳۰ پورې پکې نور ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG