واشنګټن ډي سي: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، دی پلان لري چې له سعودي عربستان څخه د خپل سفر پر وخت به له سعودي مشرانو سره د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي.
پمپیو به چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر سعودي عربستان ته رسېدلی، د هغه سعودي امریکايي ډاکټر په اړه به هم له سعودي چارواکو سره خبرې وکړي په چاچې دا مهال هلته تورونه لګېدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې، ښاغلی پمپیو به له پاچا سلمان، ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرهان سره وګوري.
سعودي امریکايي ډاکټر ولید فاتیحي د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې هغه مهال نیول شوی کله چې د سعودي ولیعهد په ناڅاپي توګه د فساد ضد عملیاتو کې وزیران، لوړ پوړي شهزادګان او سوداګر ونیول.
پمپیو په ادیس ابابا کې مخکې له دي چې سعودي عربستان پر لور روان شي خبریالانو ته وویل:
"زه ډاډه یم چې زه به دا مسله او د بشري حقونو یو شمېر نورې مسلې راپور ته کړم."
نږدې ۲۰۰ کسان د اونیو او میاشتو لپاره د ریاض په یوه هوټل کې بندیان شوي وو او پرې فشار اچول شوی وو چې په بیلیونونو ډالر دې بېرته د سعودي حکومت ته وسپاري.
فاتحی د ناڅرګندو تورونو له امله نیول شوی وو په تېر اوړي کې پرېښودل شوی خو هغه او د هغه اوو خپلوانو ته له هېواد څخه د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په سعودي عربستان او په ځانګړي توګه په ولیعهد محمد بن سلمان باندې د بشري حقونو څخه د تېریو له امله د نړیوالو لخوا کلکه څارنه روانه ده.
محمد بن سلمان ته هغه وخت د نړیوالو ګوتې لکې شوې کله چې د واشنګټن پوسټ لیکوال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې ټوټه ټوټه کړای شو.
جمال له هېواد څخه د باندې اوسېده او د ولیعهد لخوا په د خلکو په نیولو باندې یې لیکنې کولې چې د هغه ایجنټانو لخوا ووژل چې هغه پر دنده ګمارلي وو.
پمپیو دا هم ویلي، چې دی به له سعودي چارواکو سره په اقتصادي او امنیتي مسلو چې په هغو کې د ایران مسله هم شامله ده خبرې وکړي.
پمپیو به د سعودي له سفر څخه وروسته عمان ته ولاړ شي چې له امریکا او سعودي دواړو هېوادونو سره اړیکې لري.
پمپیو له افریقا څخه د خپل څلور ورځني سفر له پای ته رسولو وروسته سعودي عربستان ته تللی دی.