لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چين کې د ګېر طالبعلمانو مور پلار حکومت ته احتجاج کړی او عدالت ترې سپیناوی غوښتی


واشنګټن ــــ په چين کې د ښکېلو پاکستاني طالبعلمانو ميندو پلرونو او خپلوانو په اسلام اباد کې د يو احتجاج په وخت د حکومت نه غوښتنه کړې چې د دوی بچي دې د کرونا وايرس د مرکز ووهان ښار او د نورو چينايي ښارونو نه ژر تر ژره راوباسي او خپل وطن دې یې را ستانه کړي.

د پېښور هايکورټ هم نن د شورو- چارشنبې په ورځ‌ په چين کې د ښکېلو طالبعلمانو په اړه د يوې مقدمې د اورېدو په وخت په حکومت غږ کړی چې د فرورۍ تر 25مې نېټې پورې دې عدالت ته ځواب ورکړي چې دوی په چين کې ګېر په زرګونو طالبعلمانو لپاره څه پلان لري.

د وي او اې ډيوه سره د فېس بک لايو په وخت په دغه احتجاج کې شريک عمران دراني په حکومت تور ولګاوه چې دوی ته د دروغو ډاډګېرنې ورکوي چې ګنې په ووهان ښار کې ګېر طالبعلمانو سره هر ډول مرستې کوي:

"زمونږه مطالبه د حکومت نه دا ده چې زمونږه بچي د متاثره کېدو نه وړاندې راولي، افغانستان، بنګله دېش او سري لنکا غوندې ملکونو هلته نه خپل طالبعلمان بوتلي او پاکستان د چين سره دوستي کوي او زمونږه ماشومان پکې مړه کوي".

همدغه ډول نيوکې په احتجاج کې شريک د پنجاب صوبې د اټک ښار ذولفقار هم وکړې، د ده زوی لياقت خان په چين کې د ډاکټرۍ سبق وايي:

"حکومت دروغ وايي که نه وي نو مونږ ته دې ثبوتونه ښکاره کړي چې دوی په ووهان ښار کې د چا سره ملاقاتونه کړي؟".

په دغه احتجاج کې شريکه يوه مور میسز يعقوب وايي، د دې دوه لوڼه په شيان ښار کې دي چرته چې دغه وایرس نه شته. هغې د وي او اې ډيوه په فېس بک لايو د حکومت نه وطن ته د خپلو لوڼو د زر تر زره راوستلو غوښتنه وکړه:

"زه حکومت ته خواست کوم چې چرته د کرونا وایرس نه شته د خدای لپاره د هلته نه خو دې ماشومان راوباسي کنه".

میسز يعقوب اندېښنه څرګنده کړه چې له تېرې يوې مياشتې راهیسې په کمره کې ښکېل دغه ماشومان به د ذهني ناروغيو ښکار شي.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم عمران خان صلاح کار ډاکټر ظفر مرزا نن د شورو- چارشنبې په ورځ‌ يو خبري کانفرنس ته ويلي، په ټول ملک کې تر اوسه پورې د څلور لکو نه د زياتو خلکو طبي معاینه شوې خو په يو تن کې هم دغه وایرس نه دی موندل شوی، نوموړي ويلي د هېواد په 18 لويو هسپتالونو کې د کرونا وایرس د مخنيوي لپاره ځانګړي وارډونه جوړ کړل شوي دي.

هر څه که ډاکټر ظفر مرزا دا منلې چې په پاکستان کې تر اوسه په کرونا وایرس د چا د ناروغۍ تصديق نه دی شوی خو بيا يې هم د دغه مور پلار پوښتنو ته څه ځواب نه دی ویل شوی چې د حکومت نه بيا بيا وطن ته د خپلو بچو د راوستلو مطالبې کوي.

د حکومت د دغې فیصلې په ضد په اسلام آباد کې د احتجاج په وخت يو پلار ډاکټر نهار وي او اې ډيوه ته ويلي، دوی وطن ته د پاکستاني زده کوونکو د را ستنولو په اړه د حکومت د پاليسۍ نه مطمين نه دي:

"مونږه د حکومت د پاليسۍ نه مطمين نه يو او مونږه خپل بچي زر تر زره پاکستان ته راوستل غواړو".

د پاکستان حکومت دريځ لري چې دوی د کرونا وایرس د مخنيوي په خاطر د چين نه خپل وګړي نه راولي او وايي هلته به د خپلو وګړو د دارو درملو او نورو اسانتياوو خيال ساتي. د حکومت په دغه دريځ يو شمېر حکومت مخالفه ډلې نيوکې کوي چې نورو هېوادونو په وخت خپل وګړي د چين نه ويستلي او پاکستان د خپلو وګړو د راويستلو هېڅ غم نه کوي چې په چين کې په دغه ناروغۍ د ا خته کېدو د خطر سره مخ دي او د دوی مور پلار هم د دغو اندېښنو ښکار دي.

احتجاج کوونکو د صحت لپاره د وزير اعظم عمران خان د مشير ډاکټر ظفر مرزا دريځ بې ځايه ګڼلی او وايي لکه د نورو هېوادونو پاکستان ته هم پکار دي خپل وگړي وژغوري.

د يوې اندازې تر مخه دا وخت په چين کې د ٢٨٠٠٠ نه زيات پاکستاني طالبعلمان سبق وايي.

د چين په هوبې صوبه کې د کرونا واېرس د لاسه د مړو شوو کسانو شمېره ۲۰۰۴ ته رسېدلې او رپوټونه وایي د ۷۴۰۰۰ نه زيات کسان په دغه وایرس اخته دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG