لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي اېس اېل سيالۍ په پېښور او کوټه کې ولې نه کيږي؟


د پاکستان سُپر ليګ (پي اېس اېل) پينځم سيالۍ نن د زيارت په ورځ په کراچۍکې پېليږي، خو د سيند هايکورټ يو وکيل وايي د پاکستان کرکټ بورډ او حکومت پرضد سپريم کورټ ته ځي چې د پي اېس اېل سيالۍ دې په پېښور او کوټه کې هم وشي.

د سيند هايکورټ وکیل عبدالجليل مروت وايي، سيند هايکورټ ته يې خواست کړی چې د پي اېس اېل پينځم ټولې سيالۍ په پنجاب صوبه او کراچۍ کې ټاکل شوي، بايد د پي اېس اېل سيالۍ په پېښور کې هم وشي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې مروت وويل په پېښور کې او کوټه کې هم خلک د پي اېس سيالۍ ليدل غواړي، او د پي اېس اېل د لارې دې په پېښور او کوټه کې هم خلکو ته د کاروبار په برخه کې ګټه وشي.

هغه وويل په سيند هايکورټ کې يې د کرکټ بورډ، وزیراعظم او نورو اړونده چارواکو پرضد خواست کړی ؤ چې په پېښور او کوټه کې د پي اېس اېل سيالۍ ولې نه کيږي؟ خو وايي هايکورټ يې خواست خارج کړی او اوس هغه پلان لري چې سپريم کورټ ته دغه خواست يوسي.

مروت زیاته کړه خوشبينه دی که سږ کال د پي اېس اېل سيالۍ په پېښور او کوټه کې ونه شوې بل کال له به ضرور وشي.

خو د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن احسان ماني د شورو، چهارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د پي اېس اېل د پرانستې د دستورې نه وړاندې خبري غونډې ته ويلي، د پېښور زلمي لوبډلې او کوټه ګلېډي اېټرز د لوبډلو د مالکانو سره يې په دغه اړوند خبرې شوي دي.

هغه وويل تيار دي چې په کوټه کې سيالۍ وکړي او زياته يې کړه د پېښور زلمي لوبډلې د مالک جاوېد افريدي نه تمه لري چې په دغه لړ کې خپل رول ولوبوي او د خېبرپښتونخوا حکومت نه تمه لري چې د پېښور په لوبغالي کار ترسره کړي او راتلونکي کال په دغو ښارونو کې هم د پي اېس اېل سيالۍ وشي.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افريدي وايي دوي په پېښور کې د پي اېس اېل د سياليو دپاره هڅې کړي چې هلته په لوبغالي جوړېدو کار زر ترسره شي او هلته هم دا سيالۍ وشي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د دوی هڅې دي او تمه لري چې د پي اېس اېل راتلونکې سيالۍ به په پېښور کې هم کيږي.

د پي اېس اېل پينځم ټولې سيالۍ په لمړي ځل په پاکستان کې کيږي، چې د کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او ملتان په لوبغالو کې ټاکل شوي دي.

په پي اېس اېل پينځم کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونائيټډ، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچۍ کنګز برخه اخلي.

په پي اېس اېل پينځم کې ۳۴ سيالۍ ټاکل شوي چې لمړی سيالي يې نن د زیارت په ماښام د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې د کوټې او اسلام اباد د لوبډلو ترمنځ کيږي.

د پي اېس اېل پينځم فاينل به په ۲۲م مارچ په لاهور کې وي. د پي اېس اېل څلورم فاينل د کوټې لوبډلې ګټلی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG