لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمورنیو ژبو نړیواله ورځ:پاکستان کې پښتو اؤ نورې وړې ژبې په څه حال دي؟


نن په ٢١مه فرورۍ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمورنۍ ژبو نړيواله ورځ نمانځلى شي.

د مورنۍ ژبې تحريک که پخوانى پاکستان په منځ ويشلی خو اوسني پاکستان تر اوسه په هيواد کې د پاتې قامونو ژبې د اردو تر سوري لاندې ساتلي دي.

يونسيکو دکال ١٩٩٩ء په ١٧مه نيټه په ٢١مه فرورۍ دمورنۍ ژبو دورځې دنمانځلو اعلان کړى ؤ اؤ له هاغه وخت راهسې دغه ورځ په نړيواله کچه دمورنۍ ژبو دورځې په توګه نمانځل کيږي چې مقصد يې دمورنۍ ژبو ارزښت په ډاګه کول دي.

دمورنیو ژبو دنړيوالې ورځې په مناسبت دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ عمومي سکتر ميا افتخار حسين ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي چې ٢١مه فروري دمورنۍ ژبو د ورځې په توګه نمانځل يو غوره روايت دى ، خو اوس ددې څخه دوړاندې تللو وخت راغلى اؤ دې ته ديو تحريک شکل ورکول ضروري دى.

په دې ورځ په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمیر پښتنو پاکستان کې پښتو ژبې سره په ریاستي کچه په زیاتي کیدلو خفګان ښودلی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د ملګرو ملتونو دلارښوونې په اساس باید پښتنو ماشومانو ته وړومبۍ زده کړې دهغوئ په مورنۍ ژبه پښتو کې ورکړل شي.

۲۱مه فروري کال ۱۹۵۲ کې دډهاکه پوهنتون، جګناتهـ پوهنتون، ډهاکه ميډيکل کالج په ګډون دبيلا بيلو تعليمي ادارو دهاغو طالب علمانو چې دخپلې مورنۍ ژبې بنګله دپاکستان ددوؤ ژبو څخه ديوې دتسليمولو لپاره يې احتجاج کړى ؤ په ياد کې نمانځلى شي.

په دغو طالب علمانو دموجوده بنګله ديش پايتخت ډهاکه کې پوليسو ډزې کړې وې او وژلي يې وؤ.

په اوسني پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندهي، بلوڅي او عن تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نۀ شي کولى بلکې دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د خپلې بقاء په جګړه بوختې دي.

د ۱۹۵۲م په شان، يو ځل بيا په پاتې پاکستان کې د وړو صوبو قامونه پښتانه، سندهيان، بلوڅان او سرائيکايان په خپلو پلرنو ټاټوبو کې په مورنۍ ژبه کې تعليم غواړي.

دا غږ او غوښتنه هر کال په يويشتمه فرورۍ د لاريونونو، احتجاجونو او غونډو په شکل کې دپاکستان پيښور کوئټه، ، ټهټه، ملتان او نورو ښارونو کې پورته کيږي.

ديونيسکو ترمخه دکال ۱۹۵۰ څخه راپديخوا لږترلږه ۲۴۰ؤ ژبو خپل وجود بائيللى دی.

ديونيسکو په قول” مورنۍ ژبه ، په کومه کې چې انسان خپل لمړي لفظونه ادا کوي اؤ دانفرادي سوچ اظهار پکې کيږي، دهر فرد دکلتور اؤ تاريخ اساس دى “

يونيسکو زياتوي ” دا خبره ثابته شوې ده چې کله ماشومانو ته دخپل ژوند په لمړو کلونو کې په مورنۍ ژبه کې ښوونه کيږي نو هغوي په ښه توګه زده کړه کولى شي “

دمورنۍ ژبو دنړيوالې ورځې په مناسبت دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر عمومي سکتر ميا افتخار حسين ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي ماشوم ته دهغه په مورنۍ ژبه تعلیم ورکول په نړۍ کې یو منل شوی مسلمه حق دی خو له بده مرغه پښتانه بچي دخپل دې حق نه محروم ساتل شوي دي.

هغه ویلي چې ٢١مه فروري دمورنۍ ژبو د ورځې په توګه نمانځل يو غوره روايت دى ، خو اوس ددې څخه دوړاندې تللو وخت راغلى اؤ دې ته ديو تحريک شکل ورکول ضروري دى

ميا افتخار وويل ترڅو چې دپښتو ژبې تعلق دى نو دا ټوله نړۍ کې داوسيدونکو لکونو پښتنو اؤ پاکستان کې ویل کیدونکې دوهمه لويه ژبه ده اؤ په بين المللي کچه هم په لسګونو نشراتي ادارو څخه دې ژبه کې خپرونې کیږي.

ښاغلي افتخار حسين وويل دنړيوالو ژبو په اړه يوه مهمه نکته دا ده چې دنړۍ ټول پخواني اؤ عصري دتعليم مشران ، دانشوران اؤ پوهان په دې خبره متفق دي چې ماشومانو ته دې تعليم دهغوي په مورنۍ ژبه کې ورکړل شي ،

دمیا افتخار حسین په وینا ټوله نړۍ کې دپرمخ تللو هيوادونو دپرمختيا اؤ دسائنسي توان راز هم په دې حقيقت کې پټ دى چې ماشومانو ته زده کړې باید دهغوئ مورنۍ ژبه کې ورکړل شي.

داى اين پي مشر وويل هم دژبې په نتيجه کې خپل ثقافت ، تهذيب وتمدن سره دانسان نۀ پرې کيدونکې رشته جوړيږي.

دپښتو ژبې وتلي لیکوال اؤ دتعلیم دڅانګې ماهر ښاغلي پروفیسر اباسین یوسفزئ ډیوه ته ویلي په نړۍ کې چې څومره پرمختللیو قامونو ترقي کړې ده نو پخپله مورنۍ ژبه کې د زده کړو له امله یې کړې ده خو له بده مرغه دلته دې اساس ته هیڅ پام نه کیږي.

هغه وویل پښتو ژبه توان لري چې په دې کې لوړې زده کړې وشي،اؤ افغانستان ددې ښه بېلګه ده چې دغلته ټولې لوړې زده کړې په پښتو کې کیږي خو له بده مرغه د ژبو سره تعصب لرونکي ځېنې خلک کمزوری دلیل وړاندې کوي چې پښتو کې لوړې زده کړې نه شي کیدای.

هغه وویل دپښتو تاریخ ډير لرغونی اؤ ویړ دی اؤ په هر مضمون کې په دې ژبه کې دپرمختیا موقعې موجودې دي خو باید پاملرنه ورته وشي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG