لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان نوم به دایف ای ټي ایف دخړ نوملړ څخه اوځي که نه؟ پرېکړه یې نن کیږي


ټاکل شوې ده دفنانشتل ایکشن ټاسک فورس(ایف ای ټي ایف) دپینځه ورځنۍ غونډې په پائ کې نن ددغه غونډې پرېکړې اعلانیږي چې پکې به دپاکستان دقسمت فیصله هم کیږي .

دناقانونه پیسو دلیږد په مخنیوي اؤ دتندره ډلو دمالي سرچینو په وچولو کې په پاتې راتلو دپاکستان نوم دکال ۲۰۱۸م راهسې دایف ای ټي ایف په خرنوملړ کې شامل دی اؤ نن به پرېکړه وشي چې دپاکستان نوم باید له دې نوملړه وویستل شي که نا؟

داقتصادي چارو د څېړونکو په وینا له دایف ای ټي ایف په خړ نوم کې دشامیلیدو امله پاکستان هر کال لس بیلینه تاوان کوي.

ایف ای ټي ایف د خړ نوملړ نه د وتلو دپاره پاکستان ته دتندروه ډلو دمالي سرچینو وچولو په اړوند ځېنې مهم شرطونه اېښودي چې دپاکستاني چارواکو په وینا ددغو غوښتنو پوره کولو دپاره یې مهم ګامونه اخستي.

خو تیرکال د دسمبر په میاشت کې د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف خبرداری ورکړی ؤ چې اوس هم دا خطر شته د غیرقانونه پیسو د لېږلو را لېږلو د څار د ادارې له خوا پاکستان د ډاډمنو ګامونو د نه اخیستلو له کبله تور نوملړ ته واچول شي.

څېړونکي اندېښنه څرګندوي چې که چرې دپاکستان نوم د خړ پځائ تور نوملړ ته ولوئیږي نو دهغې وروسته په پاکستان ځېنې سخت بندیزونه هم لګیدلی شي چې دپاکستان اقتصاد ته دضربې رسیدلو لامل ګرځیدای شي.

د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې دا وخت یوازې ایران او شمالي کوریا شامل هېوادونه دي.

دایف ای ټي ایف غونډ د تیرو پینځوؤ ورځو راهسې په پیرس کې روانه ده چې پکې د ۲۰۰نه زیات مندوبین یا څارونکي برخه لري.

په دغه غونډه کې به نن دپاکستان،منګولیا اؤ ائس لینډ د خړ نوملړ نه د ویستلو په اړوند پرېکړه کیږي.

دفنانشل ایکشن ټاسک فورس د غړو هیوادونو شمیره ۳۷ ده چې هغې کې امریکا،برتانیه،چین،هند،ترکي،نور ۲۵هیوادونه،دخلیج دهمکاریو کونسل اؤ اروپایي کمیشن شامل دي.

د کال ۲۰۱۸م د جون میاشتې راهیسې، پاکستان د اېف ای ټي اېف او آسیا - پیسفک ډلې (ای پي جي) سره د پیسو مینځلو پر ضد او د ترهګرۍ تمویل مخنیوي رژیم پیاوړي کولو او د هغې سټراټیجیکی او د وسله والو د مالي سرچینو تړلو لپاره د لوړې کچې سیاسي ژمنې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG