لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ډیرن سېمي ته افتخاري وګړتوب اؤ ستره جائزه ورکوي


پاکستان د ویسټ انډیز دکرکټ وتلي لوبغاړي اؤ دپېښور ځلمي لوبډلې کپتان ډيرن سېمي ته دافتخاري وګړتوب پرېکړه کړې ده اؤ ددې ترڅنګ به دپاکستان صدر عارف علوي ښاغلي سېمي ته دپاکستان ستر سول ایوارډ هم ورکوي.

ډیرن سېمي ته دافتخاري وګړتوب ورکولو اعلان د خالي په ورځ دپاکستان کرکټ بورډ پخپل یو ټوئټ کې کړی دی.

ټوئټ کې ویل‌ شوي چې ډیرن سېمي پاکستان کې دکرکټ دپاره زړه پورې کردار ترسره کړی دی اؤ په دې خدماماتو به صدرعارف علوي نوموړي ته په ۲۳م مارچ ستر سول ایوارډ اؤ افتخاري وګړتوب ورکوي.

ډيرن سېمي دپاکستان سپرلیګ سیالیو دپیل راهسې پاکستان ته دلوبو دپاره ځي راځی اؤ اوس چې په دغه هیواد کې دپي ایس ایل پینځم پړاؤ روان دی هم ډيرن سیمي پاکستان کې د پېښور ځلمي دلوبډلې دکپتانۍ فرائض ترسره کوي.

هغه ته دپاکستان له لوري د ستر سول ایوارډ ورکول کیدو په اعلان د پېښور ځلمي لوبډلې مالک جاوید اپریدي په ټوئټر لیکلي سېمي ته دپاکستان دستر سول ایوارډ ورکولو پرېکړه کرکټ اؤ پاکستان سره دمینه لرونکو دجذباتو اؤ احساساتو عکاسي کوي.

هغه ویلي دې کې شک نشته چې ډیرن سېمي پاکستان ته دکرکټ بیرته راوستلو په لړ کې نه هیرونکی رول ترسره کړی دی.

اوړمه ورځ ډیرن سېمي رسنیو سره خبرو کې ویلي وؤ هغه پاکستان سره دمینې دپاره پاسپورټ ته اړتیا نه لري.

هغه ویلي وؤ دخدماتو په اعتراف یې خوښ دی خو هغه دپاره اصل شی د خلکو مینه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG