لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دېوې بلې پېښې په رامنځته کیدو سره دوؤ میاشتو کېې پاکستان کې دپولیو دپېښو شمیره ۱۸ؤ ته ورسیده


دپاکستان دسندهـ ایالت څخه دپولیو یوه بله نوې پېښه ته راغلې چې دې سره د روان کال په څه کم دوؤ میاشتو کې دپاکستان دننه دپولیو دپېښو شمیره ۱۸ؤ ته رسېدلې ده.

دصحت دمحکمې چارواکي وایي دپولیو دا نوې پېښه د کشمور په بچه تنګوایي تحصیل کې مخې ته راغلې چې دغلته د دوه نیمو کالو یو ماشوم ته دپولیو وائروس لګیدلي.

د روان کال دپیل راهسې تر اوسه خیبر پښتونخوا صوبې څخه دپولیو ۱۰،سندهـ څخه شپږ،اؤ بلوچستان څخه دوه پېښې مخې ته راغلي دي.

تیرکال په پاکستان کې دپولیو ریکارډ پېښې مخې ته راغلې وې چې شمیره یې ۱۴۶ وه اؤ په کال ۲۰۱۸م کې دپاکستان دننه دپولیو یوازې ۱۲ پېښې موندل شوې وې.

دپاکستان د بیړنیو عملیاتو دمرکز مشر ډاکټر رانا صفدر ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دپولیو ضد اوسني کمپین کې دپینځوؤ کالو څخه دکم عمر درې کروړه اؤ۹۶لکو ماشومانو ته دپولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي وؤ.

هغه ویلي په پېښور،کوټه ،پښتین ،قلعه عبدالله کې به نن داتوار په ورځ هم دپولیو په ضد کمپین دوام وکړي .

ډاکټر رانا صفدر هیله ښکاره کړې چې سږکال به د پولیو په وائروسو قابو وموندل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG