لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:ګیس وړونکي ټانکر کې چاودنې شپږ کسان وژلي


چارواکي وایي دبلوچستان ایالت سرښار کوټه کې په دمغربي بائي پاس ترڅنګ په ګیس وړونکي په یو ټانکر کې چاودنه شوې چې د اور لګیدو له امله پکې شپږ کسان مړه شوي دي.

مرستندویه ادارې وایي دغه چاودنه د خالي اؤ اتوار په منځ شپه هغه مهال شوې چې کله په دغه ټانکر کې (ایل پي‌ جي) ګیس بار کولی شو.

سرچینې وایي دپېښې دخبر رسیدو سره سم مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي خو د شپې د تیارې له امله ورته په اور وژنه کې خنډان راولاړیدل اؤ دسهار د رڼا په لګیدو سره یې دمرستې فعالیتونه پیل کړي دي.

د صوبې دکورنیو چارو وزیر مطبوعاتو ته پخلی کړی چې دې پېښه کې د اور لګیدو له امله شپږ کسان سوځېدلي اؤ مړه شوي دي.

دکورنیو چارو وزیر دپېښې نوټس اخستی اؤ دپلټنو امر یې ورکړی دی.

تر دې وړاندې هم دپاکستان بیلابیلو برخو کې وخت په وخت دګیسونو دچاودنو دغسې پېښې شوي چې پکې په لسګونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG