لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین تر شاوخوا یو میاشتني بند وروسته له زندانه را خوشی شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي مشر منظور پښتین تر شاوخوا یو میاشتني بند وروسته نن د ډېره اسماعیل خان له مرکزي زندانه را خوشی شو. د هغه وکیل وکیل ښاغلی اختر سعید وایي په اتوو مقدمو کې دمنظور پشتین ضمانتونه محکمو ومنل او اوس په ښکاره ډول دهغه په ضد بله داسې کومه مقدمه نشته.

دامریکا غږ ډيوه خبریال عدنان بیټني سره خبرو کې ښاغلي اختر سعید ویلي پرون په یوه مقدمه کې د منظور پشتین ضمانت شوی وو، نن محکمې ته ضمانتیان ورکړل شول اؤ نن مازدیګر منظور پښتین له بنده خلاص شو.

هغه وویل په منظور پشتین نور هیڅ تورونه نشته اؤ محکمې کې دا خبره ثابته شوې ده چې په منظور پشتین لګیدلي ټول تورونه بې اساسه دي.

منظور پشتین د ۲۶مې اؤ ۲۷مې جنورۍ په منځ شپه پېښور کې دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ اؤ د دوو اوونیو په جوډیشل ریمانډ زندان ته لیږل شوی ؤ.

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ د مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې او وي او ای ډيوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو بیا په منظور پشتین لګیدلي تورونه بې ځایه بللي اؤ تور لګوي چې ریاست د پي‌ ټي ایم مشران اؤ فعالین یوازې له دې امله زندانونو ته اچوي تر څو هغوئ دپښتنو دحق دپاره له غږ پورته کولو پشا کړي

This item is part of
XS
SM
MD
LG