لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: د سند وزيراعلی وايي د ايران څخه د راغلو خلکو مالومات رايو ځایی کوو


د پاکستان د سند صوبې وزيراعلی وايي، د فرورۍ په مياشت کې نزدې ۱۵۰۰ کسان د ايران نه سند ته راغلي دوی د هغو مالومات رايوځای کوي او که په دوی کې د کرونا وايرس کوم علامات ښکار کيږي د هغو طبي معاينه (ټېسټ) به کولی شي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس د دوه پېښو پخلی د صحت په چارو کې د وزيراعظم مرستيال ډاکټر ظفر مرزا کړی او ويلي يې دي يوه پېښه په سند صوبه او بله په فېډرل ايرياز کې شوې ده.

ځايي ميډيا وايي يوه پېښه په کراچۍ او بله په اسلام اباد کې مخې ته راغلې ده، خو ظفر مرزا ويلي د دغو ناروغانو تفصيل نه ښکاره کول غواړي او بايد ښکاره نه کړی شي.

د سند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه نن د زيارت په ورځ خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، د هغه په مشرۍ د کرونا وايرس د مخنيوي او څار دپاره د چارواکو سره په غونډه کې پرېکړه وشوه چې لوړ پوړي چارواکي به د حالاتو جاج اخلي.

هغه وويل د کمشنر په دفتر کې ځانګړی مرکز هم جوړ کړی شوی چرته چې خلک کولی شي د کرونا وايرس په اړه مالومات ورکړي او ځان هم خبر کړي.

هغه وويل په کراچۍ کې چې په کوم تن کې کرونا وايرس مالوم شوي دغه تن په وروستيو کې د ایران نه راغلی او هغه د ۲۸ زایرينو سره د ايران سفر کړی ؤ.

هغه زیاته کړه د فرورۍ په مياشت کې د ایران نه نزدې ۱۵۰۰ کسان بيرته راغلي د هغو مالومات رايوځای کولی شي، ډاکټران به د هغو نه تپوسونه کوي او که په چا کې د کرونا وایرس کومې نخښې مالوميږي طبي معاينه يا ټېسټونه به يې کولی شي.

مرادعلي شاه وويل دوی دوه ورځې سکولونه يا تعليمي ادارې ځکه تړلي چې د ايران سره د سفر کوونکو کسانو مالومات رايو ځای کړی چې ماشومان خو يې سکولونو ته نه دي ورغلي يا د بل چا سره خو يې ليده کاته نه دي شوي.

هغه د نوم اخيستو پرته وويل يو روغتون يې د کرونا وايرس دپاره ځانګړی کړی او د دغه روغتون دپاره ټولې اسانتياوې برابروي.

نوموړي دا هم وويل چې د ايران نه اوس هم الوتکې راروانې دي او دوی هڅه کوي چې د مرکزي حکومت سره په دې خبره وکړي.

د پاکستان نه شيعه زایرين ايران ته سفر کوي چې ډېر پکې د بلوچستان صوبې په لار په سړک او ډېر بيا د الوتکو د لارې ځي. راپورونه وايي په ايران کې تراوسه پورې لږ تر لږه اته کسان د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

په چین کې د کرونا وايرس ښکاره کېدو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي ؤ د اغېزمنو هېوادونو څخه پاکستان ته په الوتکو کې د راتلونکو خلکو په هوايي اډو معاينه کوي. خو مراد علي شاه ويلي دغه عمل په سمه توګه نه ترسره کيږي.

د راپورونو ترمخه ظفر مرزا نن د پاکستان او ايران ترمنځ د تافتان پولې ته ورغلی د چرته نه چې د ايران سره تګ راتګ کيږي، ويل شوي نوموړي ته په پوله د پورته کړی شوؤ حفاظتي ګامونو په اړه احوال تېر کړی شوی دی.

د ايران سره د تافتان پوله د تګ راتګ دپاره د پينځه ورځو راهسې تړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG