لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيواله اداره: کرونا وايرس د نړۍ تر ټولو لويه اندېښنه ده


د صحت د نړیوالې ادارې مشر د زيارت، پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د چين نه بهر د کرونا وايرس اوس د نړۍ تو ټولو لویه اندېښنه ده.

په چين کې د کرونا وايرس پېښې کمې شوي خو په جنوبي کوريا کې سېوا شوي دي.

د چين د صحت قامي کمېشن د جمعې په سهار وختي ويلي د کرونا ۳۲۷ نوې پېښې مخې ته راغلي او ۴۴ نور کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

خو بل لور ته ويل شوي په جنوبي کوريا کې د کرونا وايرس د پېښو شمېره دوه زرو ته لوړه شوې او ۱۳ کسان ترې مړه شوي دي.

د صحت د نړیوالې ادارې مشر ټيډروس اېډېهنم ګبریسز په جنېوا کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، په چين کې په دوېمه ورځ د کرونا وايرس پېښې کمې شوي خو دا اوس د نړۍ دپاره لويه اندېښنه ګرځېدلې ده.

د صحت د نړیوالې ادارې مشر ويلي، "د کرونا وايرس په لړ کې نړيواله ورورولي په پرېکنده ډګر ولاړه ده او که تاسو جدي ګامونه پورته کړئ تاسو کولی شئ چې دا وايرس ختم کړئ، تاوس کولی شئ چې خلک د ناروغۍ نه وساتئ او د خلکو ژوند خوندي کړئ".

په ګرده نړۍ کې د صحت د چارواکو پام په دې دی چې کوم ډول ګامونه پورته کړي او د کرونا وايرس مخه ونيسي.

د شمېرو ترمخه کرونا وايرس چې په دسمبر کې په چين کې ښکاره شوی تراوسه پورې تر ۴۰ هېوادونو ته خواره شوي دي او ۸۲زره خلک يې اغېزمن کړي چې تر ټولو زيات په چين کې دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس دوه او افغانستان کې يوه پېښه رپوټ شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG