لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دموسیقۍ د ازادۍ په نړیواله ورځ‌ پښتانه هنرمندان په څه حال دي؟


دافغانستان اؤ پاکستان دجګړه ځپلو پښتنو سیمو ترڅنګ نن په دریم مارچ په ټوله نړۍ کې دموسیقۍ دازادۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې زیاتره پښتانه هنرمندان ګیله کوي ځان په امنیتي اؤ اقتصادي توګه خوندي اؤ باثباته نه ګڼي.

دپښتو وتلی سندرغاړی وایي لس اته کاله وړاندې چې په پښتنه خاوره موسیقي د هر لوري دڅومره ګزارونو سره مخ وه اؤ دخلکو د هنرمندانو سره رویې څنګه وې هغې کې اوس یو څه مثبت بدلون تر نظره کیږي.

خو دهنري ټولنې په نوم د هنرمندانو د سازمان مشر اؤ زلمي سندرغاړی راشد خان یوسفزی بیا وايي چې نن هم پښتون هنرمند په هر حواله ځان غیر محفوظ ګڼي.

په نزدې وختونو کې دپښتو یو شمیر ښځینه سندرغاړې وژل شوي، ګڼ شمیر نورو نارینه اؤ‌ ښځینه هنرمندانو د بیلابیلو علتونو له امله د هنر نه لاس اخستی اؤ ګڼ نور د هیواد نه بهر تګ ته اړ شوي دي.

هرمند راشد خان وایي په کال ۲۰۰۵م کې دملیانو یا د ایم ایم ای دحکومت په دوره کې په پېښور کې دهنرمندانو دیرې اؤ دفترونه په ډبګرۍ بازار کې وسوځول شول، هغوئ په وهلو ټکولو له دغه بازار وشړل شول اؤ تر ننه په خیبر پښتونخوا کې هنرمندان دا وانه پراته دي.

وی او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي کرن خان وویل هرکال دموسیقۍ د ازادۍ په ورځ خیبر پښتونخوا کې دموسیقۍ د ورځې په اړوند بیلابیلې دستورې کیږي چې دا یو ګټور عمل دی خو زیاته به غوره وه چې له ددې ورځې دپاره پښتنو هنرمندانو پخپلو کې ناستې کولې اؤ څه تګلارې یې جوړولې.

هغه وویل که چرې هنرمندان په دې ورځ دسندرو ترڅنګ حکومت هم دځان سره ملګری کړي اؤ هنر اؤ هنرمندانو ته په پېښو کشالو ورسره مخ په مخ وغږیږي نو دا به په عملي توګه د موسیقۍ اؤ هنرمندانو په پیاوړتیا کې یو غوره رول ولوبول شي.

خو راشد خان بیا ګیله کوي چې دهنرمندانو ستونزو ته حکومت هیڅ غوږ نه نیسي.

وي او ای ډيوه ته راشد خان وویل په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ژوند دهرې طبقې خلکو ته د ویریا علاج دپاره حکومت صحت کارډونه ورکړي دي خو یوازې هنرمندان یې دصحت کارډ نه محروم ساتلي دي.

هغه وایي نن په پېښور کې د صحافیانو دناستې ځائ دپریس کلب په شکل کې شته،د موچیانو خپل یو بازار شته، د کپرو اؤ نورو شیانو خپل ځانګړي بازارونه دي خو د هنرمندانو خپل داسې یو بازار نشته لکه تیره موده کې چې د ډبګرۍ په شکل ؤ .

راشد خان وویل حکومت باید د میوزیک سټریټ یا دټنګ ټکور دکوڅې په نوم هنرمندانو ته یو ځائ ځانګړی کړي چې په هغې کې دې دهنرمندانو دفترونه هم وي ، دنوؤ هنرمندانو د زده کړې اکیډمۍ دې پکې هم وي اؤ دموسیقۍ اوزار یا الې دې هم په دغه کوڅه کې پلورل کیږي.

سندرغاړی کرن خان بیا وایي په پښتنه خاوره موسیقي بې سرپرسته اؤ دهر سړي دخپل جیب په زور روانه ده.

نوموړی وایي نه دښې موسیقۍ دپاره دلته دسنیسر شپ څه نظام شته نه د هنرمندانو د کشالو هوارولو دپاره حکومت سره دناستې کوم متفقه تنظیم شته اؤ نه د هنرمندانو ترمنځ بشپړیووالی لیدل کیږي چې په داسې حالاتو کې دموسیقۍ پرمختګ یو څه ګران شي.

هغه وویل د ولس په ذهنونو کې اوس یو ښه بدلون راغلی دی اؤ مخکې چې به یې هنرمندانو ته په کوم سپک نظر کتل اوس هغسې نه کوي بلکې پخپله ډيره لوستي خلک دهنرمیدان ته راروان دي چې دا یو ښه شګون دی.

د هنري ټولنې مشر راشد خان په دې خبره هم دحکومت نه ګیله من دی چې دلته هنرمندانو ته دکار پراخه موقعې نشته خو که چرته په سرکاري کچه دموسیقۍ دستورې راجوړیږي نو هغه په” ټیکدارانه” بنیادونو وي اؤ هره دستوره خلکو ته په ټیکه ورکړل کیږي چې دغه ټیکداران بیا دپښتنو هنرمندانو استحصال کوي.

هغه وویل” دا دافسوس مقام دی چې په سرکاري دستورو کې پښتون هنرمند ته پینځه یا شپږ زره روپۍ ورکول کیږي خو دلاهور نه چې کوم هنرمندان دپښتنو خاورې ته راغوښتل کیږي هغوئ ته په لکونو کې خپل فیس ورکړل کیږي”

راشد خان د کاپي رائټ ستونزه هم د هنرمندانو دمعاشي استحصال یوه بدترین لامل وګرځولو اؤ وئ ویل دلته اوس‌ په ودونو ښادو کی خلک ډي جی یوسي اؤ دهنرمندانو سندرې پرې غږوي چې دې دهنرمندانو د ګټې وټی اؤ‌ روزګار مخه نیولې ده.

هغه وویل مخکې به هنرمندان ودونو ښادو له تلل نو د کور انغری به یې بل پاتې ؤ خو اوس چې ډي جی راغلی نو خلک دهنرمندانو پځائ د ډي جی واله ودونو ښادو له بوځي

همداشان هغه وایي چې په راډیو ګانو هم د هنرمندانو سندرې غږیږي خو ګټه یې هنرمندانو ته نه هم دغو راډیوګانو ته رسیږي اؤ باید حکومت هنرمندانو دکیدونکي دې استحصال دمخنیوي دپاره باقاعده قانون سازي وکړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG