لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وائروسو د یوې بلې پېښې پخلی شوی


د ګلګت بلتستان په مرکز ګلګت کې چارواکي وايي ديوې ٤٥ کلنې زنانه طبي معاينه سرته رسؤل شوې او داسلام اباد دصحت مرکزي ادارې ته ليږل شوې نمونې څخه څرګنده شوې چې دغه ښځه د کرونا په ناروغۍ اخته شوې ده.

دګلګت بلتستان د اطلاعاتو سکتر فداحسين وي او ای ډيوه ته د دغه کرونا وائروسو څخه دزنانه داغیزمن کیدو پخلې کړی دی.

ښاغلي فدا حسین ویلي دغه زنانه په نزدې ورځو کې دايران څخه بيرته را رسيدلې ده.

نوموړي وويل، یاده میرمن دکرونا ناروغانو په ځانګړې خونه کې بستر کړل شوې او درملنه يي روانه ده.

فدا حسين وایي ګلګت بلتستان دچين سره په پوله پرته سیمه ده او ددغه جغرافيايي تړون له وجې حساسيت لري.

دچين سره شريکه د خنجراب پوله به د اپريل ترمياشتې تړلې ساتل کيږي او د هغې وروستو به د دغه تجارتي لارې دپرانستلو او يا تر نورې اوږدې مودې دتړلو په هکله پريکړه کيږي.

ياده دې وي په پاکستان کې دکرونا وايرس دا پينځم ناروغه دی جې حکومت يې پخلی کړی دی.

تر دې وړاندې څرګند شوؤ ناروغانو کې دوه هم د ګلګت بلتستان، يو دکراچۍ اوي و داسلام باد سره تړاؤ لري او دچارواکو په وینا دغو ټولو تنانو په نزدې وختونوکې د ايران سفرونه کړي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG